افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د بندیانو د خلاصون پروسه لا هم نه ده بشپړه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي، ددوی مذاکراتي ټیم تیار دی بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر لیکلی «تراوسه پورې د اسلامي امارت د بندیانو د خلاصون پروسه نده نهايي شوی، د څه بندیانو خلاصون لاهم پاتې دی، چې خبرې پرې روانې دي، نور زموږ ټیم د مذاکراتو پیل ته آماده دی.»

نوموړي که څه هم د بندیانو د خلاصون پروسې د نه بشپړېدو لاملونه نه دي په ګوته کړي؛ خو وړمه ورځ د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» وویل، چې د پروټوکول او تشریفاتو د یو شمېر مسایلو تر څنګ د شپږ تنه طالب بندیانو په اړه له غربي هیوادونو سره خبرې هم ددې لامل شوې، چې د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ نشي.

شپږ تنه طالب بندیان چې د بهرنیو عسکرو د وژلو تور ورباندې دی، یو شمېر غربي هیوادونو یې له خلاصون سره مخالفت ښکاره کاوه؛ خو ویل کېږي، یاده ستونزه حل شوې او د بهرنیانو په وژلو تورن طالب بندیان به د یوه مشخص وخت لپاره دوحې ته وړل کېږي.

ورته مهال ویل کېږي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم قطر ته رسېدلی او تمه ده د کابل د مذاکراتي ټیم له خوځېدو سره جوخت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم دوحې ته روان شي ا ود بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ناسته کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx