افغانستان

ولسي جرګه: حکومت ملېشې جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت د «امنیتي میثاق» تر نامه لاندې ملېشو جوړولو ته ملا تړلې، چې د سیاسي او شخصي اهدافو لپاره ترې استفاده کېږي.

د ولسي جرګې رییس «میررحمان رحماني» تېره ورځ د یادې جرګې په عمومي ناسته کې ویلي، چې حکومت د امنیتي میثاق پروګرام تر نامه لاندې ملېشې جوړوي، چې د امنیتي بنسټونو په کړنو کې ښکاره مداخله ده «زه پر حکومت غږ کوم، چې ولس له ملېشو ښې خاطرې نه لري؛ نو ځکه باید امنیتي بنسټونه غښتلي شي.»

رحماني ددې تر څنګ د امنیتي میثاق د بودیجې په اړه شک څرګند کړی او په خبره يې، تر دې وړاندې داسې شکونه وو چې د امنیتي میثاق بودیجه د یوه بهرني استخباراتي سازمان له لوري چې د سیاسي سازمان تر نامه لاندې فعالیت کوي؛ ورکول کېږي او اوس د امنیتي میثاق زیاتره غړي په هماغه سازمان پورې مربوط دي.

نوموړي حکومت تورن کړ چې د نامسئوله وسله والو قومندان «قیصاري» يې کابل ته راغوښتی او د امنیتي میثاق تر نامه لاندې غواړي له هغه «قهرمان» جوړ کړي.

د ولسي جرګې یو بل غړی «مهدي راسخ» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په خبره حکومت له همدې لارې غواړي چې سیاسي او شخصي اهداف وپالي او دولتي ځواکونه سیاسي کړي.

د مهدي په خبره، د امنیتي میثاق د بودیجې هیڅ سند وجود نه لري؛ نو ښکاره خبره ده، چې بهرنۍ کړۍ د خپلو  سیاسي اهدافو د پوره کولو په موخه غواړي ملېشې تمویل کړي.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې حکومت د جرمونو د له منځه وړلو او د امنیت د ټینګښت په پلمه امنیتي میثاق پروګرام رامنځته کړ او تېره ورځ د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» ادعاء وکړه چې د همدې پروګرام په اساس تر دې دمه په کابل کې دوه زره مجرمین نیول شوي.

ورته مهال د نامسئوله وسله والو قوماندان «نظام الدین قیصاري» د حکومت په یوه نظامي چورلکه کې کابل ته راوستل شوی او په کانټینینټل هوټل کې ورته ځای نیول شوی.

قیصاري څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت دې په شمال کې ولسي ملېشې جوړې کړې تر څو د طالب مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

اشرفغنی خپله کمونسټی دله لکه دوستم دملت په بودیجه اودیورپی کفاراوکاناډاپه پیسودملیشوپرنامه جوړه کړی ټول مجاهدین پرینږدی چه دوهم دوستم په مملکت کی تقویه سی

جمیل

چی دا ملیشی به څومره B-52 ، جیټ، اپاچ ، ډرون او نوری جنګی او کشفی الوتکی ولری او تر امریکا او تر ټوله ناټو به څومره ډیره او زوروره وسله او مهمات ولری چی د طالبانو مخه ونیسی او مقاومت وکړی ؟ دا خس و خاشاک او د ډالرو مینان د طالبانو و سیلاب ته د ټینګیدو نه دی . چی دا ملیشی به څومره B-52 ، جیټ، اپاچ ، ډرون او نوری جنګی او کشفی الوتکی ولری او تر امریکا او تر ټوله ناټو به څومره ډیره او زوروره وسله او مهمات ولری چی د طالبانو مخه ونیسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx