
تخار کې درې امنیتي چارواکي د نشه يي توکو د انتقال په جرم نیول شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت درې لوړ پوړي امنیتي چارواکي یاد ولایت ته د نشه یي توکو د انتقال په جرم نیول شوي.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د تخار ولایت د پولیسو د استخباراتو مدیر، د کلفګان ولسوالۍ د پولیسو د استخباراتو آمر او د سرحدي ټولي قوماندان له بدخشان ولایت څخه تخار ته د ۲۷ کیلوګرامه نشه یي توکو د انتقال په جرم له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو له لوري نیول شوي.
د راپور په اساس، نشه يي توکی د ګلفګان ولسوالۍ د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته نیول شوي او د تخار د پولیسو د استخباراتو د مدیر له موټره را ایستل شوي.
ورته مهال د تخار د پولیسو ویاند «خلیل اسیر» صبح کابل ورځپاڼې ته ویلي، چې د سرحدي ټولي قوماندان «شیخ احمد» او د کلفګان ولسوالۍ د پولیسو د استخباراتو آمر د نشه يي توکو د انتقال په جرم نیول شوي او هغوی اعتراف کړی، چې د تخار د پولیسو د استخباراتو مدیر هم ورسره ښکېل دی.
د اسیر په خبره، له نیول شویو کسانو تحقیقات او څېړنې روانې دي.
بس همدغه دری کسه وه چی قاچاق یی کاوه نور قاچاق ختم سو ؟ دی کسانو به والی او وزیر ته ونډه نه ورکوله ، اوس به یو څه غ.. په خوله کی ورواچوی او خپلی دندی ته به ادامه ورکړی .
هغه چی ۲۷ ټنه قاچاق کوی هغه آزاد ګرځی او هغه چی ۲۷ کیلو وړی هغه نیول کیږی .
Well, all the leaders are smugglers. Look at Ghani, he is a PODARI isn’t he. That is why they are fighting for the power to make money and invest in the US property market.