افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالب چارواکي د قطر له بهرنیو چارو وزیر او خلیلزاد سره د مذاکراتو د پیل اړوندو موضوعاتو باندې غږېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم مشرانو او د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو د قطر په پلازمېنه کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدلي او د بندیانو د خلاصون پروسې په ژر نهايي کېدو یې ټینګار کړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې په دې لیدنه کې د خلیلزاد او شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني تر څنګ د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا برادر اخند»، د مذاکراتي ټيم مشر «شیخ عبدالحکیم» او د مذاکراتي ټیم غړو «خیرالله خیرخواه، ملا محمد شیرین اخند او  ملا عبدالکبیر» هم ګډون درلود.

ډاکټر نعیم وړاندې زیاته کړې « په کتنه کې د بندیانو د خلاصون پروسې د ژر نهايي کیدو او بین الافغاني مذاکراتو د پیل اړوند موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.»

دغه لیدنه داسې مهال کېږي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کښېني.

طالبان وایي، مذاکراتي ټیم یې د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته تیار دی؛ خو د طالب بندیانو د خلاصون پروسه لا هم نه ده نهایي شوې، چې په اړه یې خبرې روانې دي.

که څه هم تر دې دمه د مذاکراتو د پيلېدو دقیقه نېټه څرګنده نه ده؛ خو کابل حکومت چارواکي وایي، د تشریفاتو او پروټوکول په یو شمېر مسایلو سربېره د بهرنیو ځواکونو په وژلو تورن یو شمېر بندیانو په اړه له غربي هیوادونو سره خبرې کوي او همدا لامل دی چې د کابل مذاکراتي ټیم لا دوحې ته نه دی تللی.

د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل، چې مذاکراتي ټیم به ډېر ژر دوحې ته ولاړ شي.

ورته مهال  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم له څو ورځو راپدېخوا په دوحه کې دی او داسې راپورونه هم شته چې ښایي عبدالله عبدالله هم له مذاکراتي ټیم سره یو ځای قطر ته ولاړ شي او هلته د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په ناسته کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: یاره ما ته خو دا مذاکرات د بسوګی کیسه جوړه شوه. دا مذاکرات ورځ تر بلی خپل مفهوم او ارزښت له لاسه ورکوی. ممکن د پردیو تر نظر لاندی دا مذاکرات د یوه بل اوږد محاله جنګ سبب شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx