نظــر

د توچۍ له غاړې -(۲) ار کړنګېژه ما !

 زه د وزیرو د لهجې عاشق یم،دوی چې پښتو په کوم غرني او شډل زیروبم  وایي، ښایي ډیرو ته دفهم وړ نه وي، خو ماته یي همدا شډلوالی یو امتیاز دی او ډیرې خاطرې مې ورسره تړلي دي، زما په غوږونو کې د منظرخیلو دهغه کوچني ماشوم وزیر(باتول) دا توري اوس هم زمزمې کوي،چې له لوبو نه د اوزګاریدوپه مهال به یي نورو همځولو ته ویل : چې چې چو. . . یعني . . . ځئ چې ځو . . د ماشوم وزیر لهجه وزیروالې او ماشومتوب دواړه اغیزمنه کړې وه.
لوړ عنوان شوی عبارت هم د یوه وزیر ماشوم دخولې جمله ده چې دا څوکاله زما په حافظه کې خوندي ده، دمیرانشاه بازار مینار مارکیټ بغل ته  دیوه دوکان په برنډه ناست یم ، آخوا ته یو وزیر ماشوم دخپل غریبانه دوکان په سمبالولو اخته دی، شیبه وروسته دوکان ته یو سپین ږیری راغی، داسي ښکاري لکه دماشوم دوکاندار پلار او یا نیکه چي وي، سپین ږیري ماشوم دوکاندارته  غوسه او توندې خبرې پیل کړې، نه پوهیږم په څه شي یي ورسره جنجال دی، ماشوم دوکاندار چې د دوکان په سمبالولو لګیادی کله د سترګو له کونجونو سپین ږیري ته  په غوسه وګوري، تر شونډو لاندې څه شی ووایي، خو په ښکاره  څه ورته نه وایي، په پای کې د ماشوم وزیر حوصله  ختمه شوه،په تونده لهجه یي سپین ږیري ته څو خبرې وکړې خو مایي یوازې دا یوه جمله سهي کړه چې  : ار کړنګیژه ما . . . یعني تونده یي مه راوایه . . .
د ۲۰۱۳ م کال په لومړۍ نیمایي کې نواز شریف  په پاکستان کې د ډیرو رایو په ګټلوواک ته ورسید، دغه پنجابي سیاستوال سندي پیپلز او د پښتنوسیاستوالو په مشرۍ، انصاف ، نیشنل او جمعیت علماء ګوندونو ته ماتې ورکړه.
د نواز شریف له  بریا وروسته د پنجاب  وتلي لیکوال او روښنفکر ایاز امیر  دجون په لومړۍ  په ( آج) ورځپاڼه کې یومعنی دار مضمون خپور کړ چې عنوان یي و ( د پنجاب حکمراني)
ایاز امیر په دې مضمون کې په سیمه او پاکستان کې دپنجاب په اهمیت غږیدلی، ددې وطن د  علمي ، ادبي او سیاسي اسطورو یادونه یي کړې، د  ګرونانک،بلهي شا،شاه حسین،منیرنیازي،استاد بړي غلام علي،محمد رفیع،کې ایل سهګل، سرګنګا رام ، نورجهان او نورو یادونه یي کړې او دا دپنځو سیندونووطن یي د ځمکې د مخ ترټولو ویاړمنه او مردخیزه سیمه بللې، خو ایاز امیر ویلي چې د پنجاب اصلي بچی هغه چې د پنجاب حق یي اداء کړی یوازې مهاراجه رنجیت سنګهـ دی، چا چې نه یوازې دپنجاب لومړنی ستر سلطنت جوړ کړو بلکې دپنجاب په ګاونډ کې رقیب قومونه یي هم اېل او د پنجاب جغ ته سرکوزي کړل .
ایاز امیر دنواز شریف انتخاباتي فتحه د رنجیب سنګهـ له حاکمیت سره تشبیه کړې او ویلي یي دي چې پنجاب یوځل بیا باید په سیمه کې تاریخ تکرار کړي،ده لیکلي رنجیت سنګهـ لومړنی پنجابی و چې دګاونډ رقیبو قومونو په خاص ډول افغانانو ته یي شکست ورکړ، دپیښور په شمول ګڼې پښتون میشتې سیمې یي دپنجاب په سلطنت کې داخلي کړې او نن چې د خیبرپښتونخوا کومې پښتنې سیمې د پاکستان برخه دي په حقیقت کې د رنجیت سنګهـ کارنامه ده چې باید موږ یي شکریه وکړو.
ایاز امیر نواز شریف ته مشوره ورکوي، چې نوموړی کټ مټ د رنجیت سنګهـ په موقف کي دی، ټول پنجاب یي په یوه غږ تر شا ولاړ دی، نوموړی باید دتیرو ناکامودوره کیسه تکرار نه کړي، باید له  جرأت او نوښت څخه کار واخلي او دپنجاب تاریخي هنګامه راژوندۍ کړي، دلته ایاز میر خبره قطع کړې او په صریحو ټکو یي دا نه دي ویلي چې نوموړی باید څه وکړي ترڅو د رنجیت سنګهـ رښتینی خلف وبلل شي.
څو میاشتي وړاندې دنواز شریف په څير یو بل پنجابی راحیل شریف دپاکستاني پوځ مشر وټاکل شو، او څه کم یوه میاشت کیږي، چې د همدې دوو سیاسي پوځي مشرانو په همآهنګۍ په وزیرستان پوځي عملیات پیل شوي دي.
له دې عملیاتو سره له پیله ژور اختلافات موجود و په حکومت کې داخل ټول پښتانه سیاسي مشران ورسره مخالف و، حتی د حکومت لخوا کومه وروستنۍ قاطعانه پریکړه هم نه وه شوې چې پوځ په وزیرستان ورودانګل.
په داسې حال کې چې امریکایي پوځونه له افغانستان څخه په وتو دي او په پاکستاني حکومت په وزیرستان کې د عملیاتو دپیلولو په خاطر هیڅ خارجي فشار نشته، پرته له  څرګندې بهانې  دنواز شریف حکومت لخوا د وزیرستان ځپل د سړي ذهن ته دا فکر تلقینوي لکه د پاکستان سیاسي او پوځي پنجابي مشرانو چې دایازامیر لارښوونو ته لبیک ویلی وي، او غواړي د رنجیت سنګهـ په څیر د پنجاب د ګاوند پښتانه  په رښتیني معنی وځپي، دخپلواکۍ غرور یي ورمات کړي او سیمې یې  د پنجاب په  نوې حکمرانۍ کې داخلي کړي.
د ایاز امیر د څرګندونو په رڼا کې د شمالي وزیرستان د مجاهدو قبایلو په خلاف ظالمانه عملیات پیلول، د سړي ذهن ته هماغه د ۱۸۱۸ع کال حالات  حاضروي، چې د مؤمنو افغانانو له بي اتفاقۍ او دربدرۍ څخه  سیک رنجیت سنګهـ استفاده وکړه، هغه  سکهـ  پنجابی چې ټول عمر یي د پښتنو مشرانو لودیانو، سوریانو او درانیانو تر ځغ لاندې تیر کړي و، د غیرتمند افغان غمیزې او بدې ورځ دا جرأت ورکړ، چې په پیښور، ډیره اسمعیل خان او نورو سیمو بریدونه وکړي او ترکوهاټ او بنو پورې د مؤمنو پښتنو سیمې اشغال کړي.
نن هم هماغه وخت دی، مؤمن افغان داسلام ، قرآن  او استقلال په معرکه کې ستړی ستومانه  او د ټولې دنیا بدۍ ته  ولاړ دی، دانګریز  ترحمایه لاندې منافق پنجاب یوځل بیا په سیمه کې د رهبریت  دریځ ته پورته شوی، نوځکه یي جرأت کړی چې په هغو پښتنو لاس پورته کړي، چې  ټول عمر یي د هغوی تر جغ لاندې تیر کړی، دهغه په خوله  یي کلمه ویلې او مسلمان شوی او همدغه پښتون یي مندرونه په  مسجدونو وربدل کړي دي .
ښایي پنجاب به په خپل  اتومي ځواک او موافق سیمه ایز او نړیوال سیاسي چاپیریال باندې غره وي او دا فکر به کوي چې مؤمن او په دین ستي پښتون اقلیت سره به تیر حسابونه سپین کړي، لیکن باید په ولري چې :
دا د مادیاتو جنګ نه  بلکې دایمان جګړه ده، که دپنجاب منافقین په طیارو او ټانګونو سمبال دي، قبایلي پښتانه د ایمان په وسله سمبال دي، او تاریخ ثابته کړې چې دایمان وسله همیشه په مادیت برلاسې شوې ده . کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة باذن الله والله مع الصبرین .
هغوی چې دایمان او جهاد په وروستي مورچل  وزیرستان باندې بلوسي، باید له  هرڅه وړاندې یوځل ددې قام او سیمې تاریخ مطالعه کړي، چې دې خلکو دخپل ایماني عزم په  وسله خپلو سیالانو ته کوم  ډول ځوابونه ورکړي دي .
دوی دې د چنګیز ، مغلو، سکهانو، انګریزانو، شورویانو او بالاخره د امریکایایي یرغلګرو  تاریخ مخې ته کیږدي، هغه تیري ګر چې له دې مؤمن قام سره یي سرونه وجنګول، په مادیت  ، وسلو او لښکرو مغرور دې غرني وطن ته راغلل، خو په پای کې  له شرمندګۍ ، شکست او ذلت پرته هیڅ هم په لاس ورنغلل، مړي یي د مؤمنو پښتنو سپیو وخوړل او دوی بیرته په راغلیو لارو وتښتیدل .
د وزیرستان ماشوم او ځوان ، نر او ښځه  یوځل بیا تقدیر دایمان آزموینې ته درولي، دوی ته حالات بیا په بدو اوښتي، خو دغه ویاړلی  او په ایمان مغرور قام  یرغلګرو پنجابي منافقینو او دهغوی کفري ملاتړو ته وایي چې  : ارکړنګیژئ  ما ! او مه یي تونده راوایئ ! موږ ته په ټیټه مه ګورئ ، موږ لا هم هماغه قام یو چې  دایمان ، قرآن او جهاد په رسۍ مو منګولې ښخې کړي دي، چې همدا اعتصام مو دیني او دنیوي سرلوړي تضمینوي .
وزیرستان د حال په ژبه خپل خپل دښمن ته اعلان کوي چې : ار کړنګیژه ما !
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی کړنګ یم
وزیرستان وایي : زه لا  هم  پیر روښان ، بادی فقیر ، اتمانزی کاکا، ملاپیونده،میچن بابا، ملا اتکړ،نایب سالار موسی خان مسود، مولوي ګلاب الدین وزیر، ملا همز الله ، حاجي میرزاعلي خان ،ګل محمد خان سپین وامي، حبیب الرحمن دوړ  او نور مبارز مجاهدین په غیږ کې لرم ، زما په  وجود کې لا هم هماغه د ایمان او پښتونوالې توپاني وینه څپې وهي، د رنجیت سنګ او کهړک سنګهـ   اهل وعیال  او دجرنیل ایډورډ لارویان دې په خپل  زور اومټو نه خطا کیږي، په الله قسم چې ددې قام لخوا  به له داسې غبرګون سره مخ کیږي اوداسې شکست به ورکول کیږي چې د  اتلسم او نولسم قرن د څپرۍ ، ګمبتي ، پلوسین ، بهادرخیلو، مکین او واڼه معرکې به یي له یاده ووځي .
دا  ځکه  چې زموږ مدعا  دین او ایمان دی او دوی د شیطان په اشارو راپورته شوي دي، تاریخ شاهد دی چې شیطاني لښکرو همیشه د رحماني لښکرو په وړاندې شکست خوړلی . . . نو ځکه  دې د شیطان لارویان پوه شي چې  : ارکړنګیژئ ما !
هوکې  مه را نیغیږئ او مه را کړنګیژئ !!

۲۰۱۴/۷/۴ عیسوي کال
لیکوال: حارث حدید

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل فولاد

السلام علیکم ورحمت الله حدیدصیب صرف دومره به درته ووایم چه دقلم پښتانه بڅرکی دی لاتیزاوسوځونکی سه اوایازامیره زماپښتون غرورته ترسوال لاندی نه سی راوستلای رب کائنات جل جلاله له ماسره احسان کړی کله له ډیره اسلامی اوپښتنی غروره دککریوانبارجوړکړم اوکله می رب لایزال جل جلاله له حوادثوسره دمقابلی لپاره تدریبی حدته راولی ترڅوښه مستعدشم لکه نن اوپرون؛پرون چه مادنړی له لویی امپراطوری برطانیی سره داوسنی نوی زیږیدلی پاکستان پرخاوره دازادی معرکه پر مخ بیوله ایازه اونوازه ستاسونیکه ګانوبه زمافاتح نیلی ته په ځولیوځولیوواښه وراچول اودادی نن ئی لمسی پرماحکمرانی کوی اوزماپښتنه وزیره خورکۍ نن دبنوپه دروازه کی کاږه لاسونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x