افغانستان

پنجشیر:طالبان وایي، ابشار ولسوالۍ کې يې ګڼې پوستې «له منځه وړې»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د پنجشیر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې يې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي او ګڼې هغې يې «له منځه وړې.»

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټويتر لیکلي، چې طالب جنګیالیو نن سهار د ابشار ولسوالۍ اړوند «غلغله» سیمه کې د دولتي عسکرو پر پوستو بریدونه کړي او د یادې ولسوالۍ بازار یې لاس ته لوېدلی.

د مجاهد په خبره، د «هفت اسیا» په نوم ستراتیژيکه سیمه هم تصفیه شوې او په برید کې عسکرو ته په مرګ ژوبلې اوښتو سربېره «اووه تنه» ژوندي نیول شوي.

ورته مهال د پنجشیر ولایت ځايي امنیتي چارواکي هم پر ابشار ولسوالۍ د طالبانو برید مني؛ خو په خبره یې، امنیتي ځواکونه په وخت سیمې ته رسېدلي او د طالبانو برید یې په شا تمبولی.

په ولسي جرګه کې د پنجشیر د خلګو استازي «زلمی نوري» رسنیو ته ویلي، چې په سیمه کې شته اربکیانو او دولتي ځواکونو د طالبانو برید په شا تمبولی.

د زلمي په خبره، طالبان په پنجشیر کې هیڅ ډول نفوذ نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الحمد لله فتحی دی فتحی
د دی فتحو او د مجاهدینو یی مستند فلمونه او ویډیو ګانی باید خپری سی چی پر شمالی اتحاد!؟ سړه تبه راولی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx