لیکنېنظــر

د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو نېټه به کله اعلانیږي؟

عبدالرحيم (ثاقب) ليكوال او سياسي شنونكی

د ارګ له لوري د لیست مطابق د طالب بندیانو د پروسې د ځنډ له وجې بین الافغاني مذاکرات له ټاکل شوې مودې نه شپږو میاشتو ته وځنډیدل.
د سپتمبر په را رسیدو سره د یادو مذاکراتو د ترسره کیدو لپاره څو کرته د رسنیو له لوري معلومې نیټې اعلان شوې.

نن د سپتمبر په اتمه هم لا د مذاکراتو لپاره معلومه نیټه نه ده ټاکل شوې.

د سپتمبر په پنځمه د طالبانو د مذاکراتي ټیم ټول غړي دوحې ته رسیدلې او وړمه ورځ یې لومړنۍ خپل منځي غونډه وکړه.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له کابل څخه د افغاني جهتونو ټاکل شوی پلاوی له څو ځله نیټې ټاکلو سره سره لا هم دوحې ته نه دی رسیدلی او نه یې د رارسیدو دقیقه نیټه معلومه ده.

د مذاکراتو د ځنډ لامل څه دی؟
بین الافغاني مذاکرات چې تر اوسه د کوم لامل له وجې ځنډول شوي وو هغه لاهم پرځای دی.
د طالبانو لخوا یادې مرحلې ته د داخلیدو لپاره اساسي شرط د لیست مطابق د (۵۰۰۰) بندیانو خلاصون دی.

مګر هغه شرط لا هم نیمګړی او د لیست مطابق د (۵۰۰۰) بندیانو له جملې څخه يې ۱۱۷ طالب بندیان په بند کې پاتې دي.

همدا راز په پاتې کسانو کې د ( ۶) نفرو هغو بندیانو کوم چې قطر ته راوستل کیږي د خلاصون ، دلته د اوسیدو ، رسمي سفري اسنادو او بیرته خپل هیواد ته د برګشت په اړه خبره پوره نه ده واضحه.

دا هغه لاملونه دي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل شوې او تر اوسه پوري ورته کومه دقیقه نیټه نه  ده ټاکل شوې.

د بندیانو خلاصون ولي نورهم ځنډول کیږي؟
د ارګ او سپیدار ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ او له طالبانو سره د بين الافغاني جهتونو د مذاکراتي ټیم د غړیو ترمنځ نه هم غږي نور هغه عوامل دي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ لامل شوي دي.

ارګ د دې لپاره چې خپل دغه اختلافات له خلګو پټ کړي د هغو بندیانو په خلاصون کې کوم چې دوي یې خپله د خلاصون لپاره لویه جرګه را وغوښته ناغیړي کوي ، د ځینو بندیانو له شتون نه انکار کوي چې طالبانو یې بیا ورته د کابل په زندانونو کې د هغوی شتون او اسارت د مستندو ویډویوې تصویرونو له مخې کره کړ.

که څه هم چې ځیني ارګ میشتي د مذاکراتو ځنډول پر طالبانو وراچوي او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتي ټیم د اعضاوو د غواري پر سر د اختلافاتو تبلیغات کوي خو دا ځکه واقعیت نه لري چې طالبان د غني حکومت په څیر بیواکه او بي ځواکه قوت نه دی چې د ولایت لپاره تعین کړی والي او قومندان یې د خلګو لخوا بیرته مسترد او دوی یې په مقابل کې د هیڅ توان نه لري.

طالبان له شرعي لحاظه په ټولو مشروعو کارونو ، تعیناتو او اجراآتو کې د خپل مشر اطاعت پر ځان فرض ګڼي او په منلو کې یې هیڅ ډول تردد نه کوي.

د مذاکراتي ټیم د مشر په حیث د شیخ عبدالحکیم صاحب ټاکنه په مذاکراتي ټیم کې تر ټولو وړاندې د ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي لخوا په ښو ولولو استقبال شوه.

د مذاکراتي ټیم لپاره خپله د شیخ صاحب ټاکنه پر بین الافغاني مذاکراتو د طالبانو د اهتمام او په بریالي ډول د هغو د ترسره کیدو ښکارندوینه کوي.

طالبانو له پیله پر دې خبرې ټینګار درلود چې مونږ به یواځې په هغه صورت کې د بین الافغاني مذاکراتو مرحلې ته داخلیږو چې د لیست مطابق زمونږ ټول پنځه زره بندیان خوشي کړل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx