افغانستان

عبدالله عبدالله: له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه باید وتړل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د افغانستان د خلګو په منځ کې به د نظر توپیر موجود وي؛ خو چاته  باید دښمن ونه ویل شي.

عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت رابلل شویو مراسمو ته کړې. نوموړي ویلي، چې د افغانستان په سیاسیونو کې به د نظر توپير موجود دوي؛ خو دا باید ددې لامل نشي، چې د افغانستان د داخل یو چاته دې دښمن وویل شي «له طالبانو سره د دښمنۍ پاڼه باید وتړل شي، تر څو د افغانستان ټول خلګ یو د بل په څنګ کې په ارامۍ ژوند وکړي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې  افغانستان سولې او ملي وحدت ته اړتیا لري او اصلي دښمن هغه څوک دی چې د هیواد بقاء نه غواړي.

د عبدالله په خبره، چې په نږدې ورځو کې به د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته به په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي.

د عبدالله له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه په نږدې څو ورځو کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

طالبان وایي، تر دې دمه لا د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ نه ده بشپړه شوې او کله چې بشپړه شي، دوی تیار دي مذاکرات پيل کړي.

ویل کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم قطر ته تللی او هلته یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یو ځای د طالبانو د سیاسي دفتر له رییس او د مذاکراتي ټیم له مشر او یو شمېر نورو غړو سره لیدلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، په دې لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل اړوند موضوعاتو باندې خبرې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

په افغانستان کې پکولیزم روان دی ، پلار یې پکول زوی یې پکول ! انظار به باسو چې څه وخت نوی پکول مارشال او یا ملي اتل کیږي !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx