شعـــــرونه

مینه ښکاره خوند کوي، دیدن په غلا خوند کوي/خدرخېل

جانان خدرخېل

مینه ښکاره خوند کوي، دیدن په غلا خوند کوي
چې په ترله مئین یې، نو بیاخو لا خوند کوي

په سپین لاس زېړه پټۍ چندانې ښه نۀ ښکاري
تۀ دغه توره واخله، تا سره دا خوند کوي

راشه بلا دې واخلم، بېرته را وګرځېږه
ما دې قرآن ووهي که ژوند بې تا خوند کوي

وخت داسې حد ته تللی چې حیران کړی یې یم
اې نه خندا خوند کوي او نۀ ژړا خوند کوي

څۀ چې کېدل هغه دی، هغه خو وشو کنه
اوس نۀ ښېرې په درد خوري او نۀ دعا خوند کوي

ګل له تا رنګ اخیستی، ستورو کې ستا رڼا ده
لونګ نه ستا بوی راځي او مڼه ستا خوند کوي

هغې طبیبې ته مې پیغام کې ولیکل چې
ښځه ډاکټره ښه ده، سړی ملا خوند کوي

یو “خدرخېله” یاره د خبریالې ټیکری
او بل ستا توره ږیره نامِ خدا خوند کوي

۱۳۹۹/۶/۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx