افغانستان

حکومت کاپيسا کې ملېشو باندې وسلې ویشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت له تېرو دریو میاشتو راپدېخوا د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پر خلګو وسلې ویشي او تر دې دمه یې د ولسي پاڅون کوونکو په نامه څلورسوه تنه وسله وال کړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د حکومت دې کړنې ځایي خلګ سخت اندېښمن کړي « د نویو جوړو شویو ملېشو شتون په نجراب کې وحشت رامنځته کړی او د امنیت د تامین په برخه کې يي هېڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې.»

د یاد ولایت امنیتي چارواکي هم مني، چې په کاپیسا کې د وسلو وېش روان دی؛ خو په خبره یې، یاد وسله وال د ملي امنیت له ملاتړ برخمن دي.

د نجراب ولسوال «عبدالقدوس مجددي» وايي، په یاده ولسوالۍکې د «ولسي پاڅون کوونکو» شمېر ۷۵۰ تنو ته رسېږي، چې د دریو قوماندانانو له لوري یې مشرې کېږي.

د نجراب ځايي اوسېدونکي وایي، یاد وسله وال زیاتره په ولسي جرګه کې د کاپيسا د استازو خپلوان او پېژندوی دي، چې د امنیت په برخه کې هيڅ لاسته راوړنه نه لري او کاپیسا کې يې یو وحشت جوړ کړی.

د هدایت الله عیار په نوم یو تن قومي مشر وایي «پاڅونوالو یو د ځنګل قانون رامنځته کړی، کوم هیواد کې چې قانون نه وي، همداسې حال به وي، هر څوک له یوه کلاشینکوف سره کولای شي، ستا مخ ته ودرېږي.»

د کاپيسا ولسونه داسې مهال په خپل ولایت کې د ملېشو جوړېدو اندېښمن کړي، چې په ولسي جرګه کې وکیلان وایي، حکومت د امنیتي میثاق پروګرام تر نامه لاندې ملېشې جوړوي، چې مالي تمویل یې د یوه استخباراتي سازمان له لوري کېږي.

د ولسي جرګې مشر «میررحمان رحماني» تېره ورځ د یادې جرګې په عمومي ناسته کې حکومت تورن کړی، چې د نامسئوله وسله والو قوماندان «قیصاري» یې له څو اوونیو راپدېخوا کابل کې میلمه کړی او غواړي ملېشې ورباندې جوړې کړې.

د رحماني په خبره، تر دې وړاندې هم داسې ویل کېدل چې ملېشې د یوه استخباراتي سازمان له لوري تمویلېږي او اوس هم د امنیتي میثاق زیاتره غړي د هماغه سازمان اړوند دي.

ورته مهال د حکومت مشر دوهم مرستیال «امرالله صالح» بیا د ملېشو جوړولو اوازې ردوي او ادعاء کوي، چې په بشپړ هیواد کې یو تن هم مسلح شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx