افغانستان

کندوز کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو د څلور تنو ولسي وګړو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو تیره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په کمال کلي د هاوانونو او درنو وسلو ډزې کړي او د استوګنې کورونه یې په نښه کړي دي.

د سرچینې په خبره د د درنو وسلو په دغو ډزو کې د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي ځواکونو په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې ړندو بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې ده.

تیره ورځ دولتي عسکرو د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په شاه محمود کلي کې پر یوې دیني مدرسې د هاوان توغندي ویشتلي، چې له امله یې ۱۲ تنه ماشومان زده کوونکي ټپيان شوي وو، ددې ترڅنګ دوه ورځې وړاندې هم دولتي عسکرو د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې د قران کریم د زده کړې یوه دیني مدرسه بمباري او ۱۰ تنکي ماشومان چې ټول د مدرسې شاګردان وو ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx