ورزش

د لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره د انګلستان او استراليا ترمنځ د بقا جنګ

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د انګلستان او استراليا کرکټ لوبډلو ترمنځ نن د سه شنبې په ورځ د شل اوريزو سيريز په لړ کې دريمه او وروستۍ سيالۍ ترسره کيږي.

انګلستان په دوه پرلپسې برياو سره ياد سيريز په خپل نوم کړی دی خو د لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره به دريمه سيالۍ جالبه وي.

استراليا لوبډله اوسمهال د شل اوريزو په نړيوال رينکنګ کې لومړی مقام لري او په دريمه سيالۍ بايللو به دغه مقام له لاسه ورکړي، انګلستان دويم مقام لري خو په بريا خپلولو به لومړی شي.

په عین وخت کې، اسټرالیا به په سيريز کې د لومړۍ بریا په لټه کې وي تر څو راتلونکو‌ لوبو لپاره توازن رامنځته کړي او همدا راز به د لومړي مقام لپاره چې دوی د مۍ په میاشت کې خپل کړی و برقراره وساتي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دريمه شل اوريزه سيالۍ نن سه شنبه د شپې په ۹:۳۰ بجې په انګلستان کې پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx