نظــر

امرالله صالح ته!

سباوون صمیم

د حکومت تش په نوم لومړی معاوون امرالله صالح له یوې تلویزیوني رسنۍ سره په مرکه کې د د ځینو هغو مواردو چې په سوله یا راتلونکي نظام پوري اړوند دي، یادونه کړي اوپه دې اړه یې پراخ بحث کړی چې تقریبا ټول په افواهاتو، ولس غولونې او ځان ستایني باندي را څرخې. امرالله صالح په داسي حال کې ځان د ملت ژوغورونکی او خواخوږی بولې چې ده د خپل قدرت په وخت کې په داخله وزارت او امنیت ریاست کې تر ټولو ستر ظلمونه وکړل او ډېر بې ګناه افغانان یې د مرګ کندي ته ورټېل وهل.

امرالله صالح ډېر معصوم اوغریب افغانان په یوه او بل نامه ووژل او ډول، ډول شکنجې یې ورکړي. دده ددې وژنو لویه برخه پښتنو جوړوله، ده به په شمال کې د طالب په نامه بې ګناه شاګرد، محصل او دهقان وژل او داړل، خو اوس یې د خپلو سیاسي موخو او د سولي د تخریب لپاره زموږ د خوش باوره خلکو د تېر ایستلوپه پار په عامه اذهانو لوبي شروع کړې او ځان پاکه کوتره او د پښتنو ملاتړی معرفي کوي.

صالح اوس په خیالي څرګندونو غواړي د ځان لپاره کمپاین وکړي تر څو له غني وروسته ځان واک ته ورسوي، په عین حال کې، دی پوهیږي چې د سولي په راتګ سره دده د اقتدار غوښتنې دا هیلي له خاورو سره خاوري کیږي، نو د هند او سې ای اې استخباراتو په مرسته د دې پروسي د سبوتاژ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کوي.
همدارنګه د شنونکو په باور د سولي په لار کې د شته خنډونو او ځنډونو لامل هم دی او دده ډله ده. دوی اوس د مذاکراتو د بیا ځنډولو په‌پار نوی پلمې او بانې لټوي، خو د ټرمپ د ادارې د مستقیم فشار له وجې تر اوسه په دي نه دی بریالی شوی تر څو دا پروسه مکمله تخریب کړي؛ خو ستونزي یې ورته جوړي کړي او لا هم لګیا دي تر څو په راتلونکي پړاوونو کې خپل شوم اهداف عملي کړي.

دوی چې په سوله او امن افغانستان د خپلو شخصي او سمتي ګټو به پار باور نلري، غواړي دا پروسه له سقوط سره مخ کړي، خو ورسره‌په څنګ کې ددې ډار هم لري چې د آمریکایې پوځیانو له وتلو وروسته به طالبان‌په ډېري اسانۍ سره ددوی فاسد نظام له مخې لري کړي.

دا ډله اوس په درې ډوله فعالیتونو بوخته ده تر څو روانه د سولي پروسه له سقوط سره مخ کړي:
۱ـ دوی نه غواړي چې له طالبانو سره مذاکره وکړي، د همدې لپاره یې تر اوسه په ډول، ډول دلایلو بین الافغاني خبري و ځنډولي او لا یې هم د ځنډولو هڅه کوي.

۲ـ د امریکا لخوا پر دوی د فشار سره، سره دوی هڅه کوي چې طالبان امریکایانو ته ترهګر، ددوی لپاره خطر او د نړیوالو ترهګرو ملاتړ کوونکي وښایې تر څو هغوی ورسره تړون مات او خپل سرتیري په افغانستان کې دوی د ملاتړ لپاره پرېږدي.

۳ـ د صالح او ډلي لپاره یې درېیم او وروستی اپشن دادی چې که پورتني چالونه کار ور نه کړي، له طالبانو سره خبري‌بې نتیجي پایته ورسېږي یا ناکامي کړای شي او امریکایي پوځیان هم ووځي نو دوی به د خپلمنځي جګړو او د طالب د ماتولو لپاره د ځینو نړیوالو استخباراتو په مرسته مبارزه کوي تر څو‌په اقتدار کې پاتي شي. اوس عملا په شمال کې د خلکو مسلح کول او ملیشه سازي روانه ده، صالح غني، محب او د واک او قدرت نور تږي د هندي استخباراتو په مرسته د ملیشي جوړوي او روزي تر څو د طالب یا افغان اولس خلاف د خپلو شخصي ګټو د دوام په خاطر ترې ګټه پورته کړي.

اوس راځو د صالح وروستۍ مرکې ته:
– امرالله صالح په ډېر ویاړ سره وویل چې دی د ولس مشر ښی لاس دی.

صالح صیب چې د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې د عبدالله له ملاتړو څخه وو، په زغرده به یې غني فاشیست او د هغه ټیم یې خاینین او وطن فروشان بلل. ددې لامل دا وو چې په هغه وخت کې د صالح صیب شخصي ګټی په عبدالله پوري تړلي وې. خو له کله چې عبدالله د سولي د پروسي نه د ځینو خارجي فشارونو له کبله څه ناڅه ملاتړ پیل کړ او د صالح ګټي نوري نه تأمينېدي، ده یې مخالفت پیل کړ. ده به په عبدالله پسي هر ډول بدې ردې ویلي او هغه به یې خاین یاداوو.

وروسته یې د مشترکو منافعو په خاطر چې د سولي له پروسي سره مخالفت دی، له غني سره یو ځای شو. هماغه فاشیست غني په تکه سپینه کوتره بدل شو، د خلکو د غولولو لپاره نوي پلانونه په لاره واچول شول او دا دی نن ځان د غني ښی لاس او ددې هېواد واکدار معرفي کوي. دده شالید که وګورو او ووڅېړو نو دا به هم ناممکنه نه وي چې دی دي د واک په خاطر غني له خپلي مخی لري کړي او ځان دي اقتدار ته ورسوي.

-دی وایې چې زه له طالبانو سره کار نه کوم
صالح ته دي وویل شي چې طالبان به و نه غواړي له تا سره کار وکړي. په پښتنو کې متل دی وای لېونی چا په ورا نه پرېښوود، ده د سر کجاوه غوښته. نو اوس هم طالبانو ته امرالله صالح یوه هیڅ ارزښت نلري او ورته د یوه بلوواک په سترګه ګوري، کار کول خو لا لیري خبره ده.

-امرالله صالح وویل چې امریکا نه وځي
ده ته دي وویل شي چې امریکا نور نه غواړي چې د داسي يوه سر تر پایه فاسد نظام ملاتړ وکړي، لکه د روان نظام. کومې پیسي او شوړي چې تر اوسه پوري موجودي وي نوري به نه وي. دا خبره خو په خپل ځای ده، چې ګنې دوی کومان کوي چې امریکا که ونه وځي د تېر په شان به ددوی ملاتړ ته دوام ورکړي. د ټرمپ او د هغه د ادراې له کړنو او بیانیو داسي ښکاري چې دوی ددي فاسد دولت په ملاتړۍ شرمېږي او که فرصت برابر شي یوه ثانیه به یې هم ملاتړ ونه کړي.

خو دلته اوس سناریو داده چې امریکا د خپلو ګټو او طالبانو سره د توافق پر اساس نور نه غواړي په افغانستان کې خپله نامشروع جګړه وغځوي. که دوی ګومان کوي چې د ټرمپ له ناکامېدا وروسته به بایډن ددوی ملاتړی سیاست مخته بوزې او خپل سرتیري به‌به افغانستان مې پرېوږدي، نو په غلطه دي ځکه هغه هم وار د مخه دا واضحه کړه چې هر څوک دي خپل کار کوي.
-صالح صیب وویلچ چې پر کرام الدین کریم باید قانون تطبیق شي.

په کرام الدین کریم تورونه به تر هغو لوی نه وي کوم چې په امرالله صالح باندي لګېدلي. امرالله صالح د بشری حقوقو په نقض ، وژونو او شکنجو باندي تورن دی. که چېرته قانون پر ده تطبیق شوی وي نو موږ به په کریم باندي هم د هغه د تطبیق تمه ولرو. خو داسي نه ده، دولت دومره صلاحیت نلري چې پر صالح، کریم، علیپور، قیصاري او نورو مجرمینو باندي قانون تطبیق کړي حال دا چې همدا دوی هر وخت دي چیغي وهي چې قانون باید په ټولو یو ډول تطبیق شي.
-صالح وویل چې دوی ډیورنډ پر پاکستان نده خرڅه کړي.

صالح صیب په داسي وخت کې دا څرګندوني کوي چې پاکستان عملا په لسګونه کیلو متره د افغانستان خاوره اشغال کړي او د اغزن تار په وسیله یې حتی دوه وروڼه سره بېل کړي دي او وار په وار پسي رامخته کیږي. د صالح صیب د تېذو اوونیو هغه راکټي بریدونه هېر شول چې په کونړ کې یې لسګونه بې ګناه کسان ووژل او دوی یې په وړاندي د ذلالت چوپتیا غوره کړي وه او د خپل مظلوم ولس دفاع یې ونه شوای کړای. دی په داسي حال کې دا خبره کوي چې دلته زموږ خلک د پنجاب د وېزې لپاره په ورځو، ورځو انتظار باسي او په ډېري بې حیثیتۍ سره ورته وېزه ورکول کیږي.

ایا دا ټول دي ثابتوونکي ندي چې دوی دي په مور وطن معامله نه وي کړي؟؟؟

دې ټولو ناخووالو او بې ثباتیو ته په کتو سره موږ په اسانه ویلای شو چې غني، صالح او ډله یې د افغانستان په کې تاریخ کې ناکام، ولس ضد، سوله ضد، پردي پال، بلوواکي او د قدرت تږي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx