نظــر

مجاهد باید جوړوونکی وي نه ورانوونکی

امین وردګ

د مجاهد اصلي دنده او وظیفه دا ده؛ چې یوه سوچه اسلامي ((اداره)) را منځته کړي، تر څو مسلمانان وکولای شي چې سوکاله او آرامه ژوند پکې وکړي.

مجاهد مکلف دی چې د ټولنې د (هر وګړي) له (هر حال نه) ځان خبر کړي.

مجاهد باید داسې بېلګه ولري، لکه د یوې لویې رمې سم او ځیرک شپون، چې د روغو څارویو په تناسب یې ډنګرو، ګوډو – ماتو، ړندو او ناروغو ته ډېر پام وي؛  همدا شان یې د اوبخور او څر ځایونه هم ورته برابر کړي وي.

مجاهد د اسلامي ټولنې د فرد – فرد مسؤل دی.
مجاهد د ملي منافعو او ټولګټو پروژو واک او مسؤلیت (دواړه) لري.

مجاهد د دولتي املاکو، دولتي ځمکو،  غرونو او دښتو؛ اوبو او بوټو، مدرسو او مکاتبو؛ مرضتونونو؛ پلونو او پلچکونو او… مسؤل دی چې باید ساتنه یې وکړي،  د تخریب مخه یې ونیسي او د ترمیم فکر ورسره وي، ځکه چې همدغه بیت المال دی او مجاهد هم د بیت المال ساتونکی.
مجاهد باید د مالیاتو او زکات په نوم د خلکو شخصي مالونه چور نکړي، بلکې د بیت المال له شرعي اصولو سره سم به یې په مستحقو کسانو ویشي، نه دا چې د خپلو ملګرو تر منځ یې برخې – برخې کړي.

که چېرې له یوه مجاهد سره د ملي منافعو او بیت المال د امانتدارۍ فکر نه ؤ  ،  نو موږ مجاهد نشو ورته ویلای او که بیا چېرې مجاهد پخپله د ملي منافعو دښمن شو او قصداً یې له دغو هستیو سره دښمني کوله؛ نو دا مجاهد نه، بلکې وران کار، غل او ډاکو دی.

موږ ولیدل چې له روسانو سره د جهاد په دور کې، لوی لوی پلونه داسې وران شول، چې بېرته یې د جوړېدلو امکان نه ؤ ، که څه هم چې هغه مهال موږ ماشومان وو، خو لویانو به ویل چې:  دا د دې لپاره مجاهدین ورانوي، تر څو د شورویانو د ټانګونو مخه پرې ډپ کړي، خو کله چې لږ سره راوټوکېدلو او څه ناڅه پوه شوو، بیا مو همغه مشران ولیدل چې تخمیناً ټول یې د غربي يرغل پلویان او شریکان شول، نو پوه شوو چې تر کاسې لاندې نیم کاسه وه، خو موږ نه لیدله.

نو له مجاهد سره باید د مسلمانانو د عبور،  مرور او یوې نوړۍ حلالې ډوډۍ فکر هم وي.

مجاهد باید د مسلمانانو د کورونو حال واخلي، چې لوګي پکې خیژي او که نه؟ بچي یې ماړه دي او که وږي ویده کیږي؟

زموږ ښه په یاد دي! چې ځینو مجاهدینو به په زور له خلکو څخه ډوډۍ غوښتې، هغه هم غوړې! یعنې ((وریژې او غوښې)) د مستو او چکو کاسې خو به یې په مرمیو ورته ویشتلې.

موږ ډېر داسې مجاهدین لیدلي، چې اوس هم خپلې خېټې سمې نشي وړلای، مګر بیا هم چې په هفته کې څلور څاښته د پسونو غوښې و نخوري، زړونه یې تک تور دی، حال دا چې د رعیت بچیو به یې په دوو میاشتو کې هم غوښه په سترګو نه وي لیدلې.

د مجاهد دنده دا نه ده چې اسلام وساتي! بلکې د مجاهد دنده دا ده، چې مسلمانان وساتي،  د اسلام ساتنه د الله کار دی.

مجاهد فقط دومره مسؤل دی، چې یوې ټولنې ته اسلامي چوکاټ جوړ کړي، چې همدغه د مسلمانانو ساتنه ده، نه د اسلام.

اسلام صاحب لري، هغه یې پخپله ساتي!

الله پاک داسې فرمایي ((نحن نزلنا ذکرا و انا الیه لحافظون)) نو د اسلامي قانون د حفاظت ضمه د الله ده او د اسلامي ټولنې ضمه (د الله په مرسته) زموږ؛  چې همغه قانون پرې نافض کړو او دوی له تختیو او لغزشونو څخه وساتو، تر څو په څاګانو کې و نه لویږي.

تاسو به د ابرهه د لښکر کیسه آورېدلې وي! چې د مکې مکرمې د ورانولو تکل یې وکړ او د ابابیل مرغانو یې سرونه په کاڼو ور وویشتل!!!

دا یوه فلسفي غوندې حساسه او باریکه نکته ده! چې ښه ځیرک انسان نه وي، نه پرې پوهیږي، نو ښه ژور فکر پکې وځغلوئ، پوه به شئ؛ چې زموږ مسؤلیت فقط د اسلامي ټولنې څخه دفاع ده.
موږ له کافرانو سره جهاد هم د همدې لپاره کوو، تر څو یې د اسلام چوکاټ ته  داخل کړو، چې له ژوند څخه خوند واخلي او یا خو (لږ تر لږه) د اسلامي ټولنې د جوړښت مخه و نه نیسي.
نو د هر مجاهد دنده دا ده؛ چې خلک د الله لارې ته سم کړي او د الله قوانین پرې نافض کړي.

د دې لپاره چې اسلامي حُکام د اسلامي امت راعیان دي، نو لهذا د رعیت ټول حرکات او سکنات باید تعقیب کړي او مجازات – مکافات په نظر کې ورته ونیسي.

فکر کوم بیا هم سم نه یاست پوه شوي.
سم ژور فکر وکړئ!

که په اسلامي ټولنه هر څه وشول، مسؤلیت یې د مسلمانانو په امیر، امام او یا پاچا باندې دی.

زموږ ستره اشتباه همدا ده؛ چې د الله په لاره کې وینې تویې کړو او د رنګ ارزښت یې بدرنګو ته وسپارو، نو ځکه زموږ د شهیدانو وینې ډېرې ارزانې وپلورل شي.

تاسو به لیدلي او یا آورېدلي وي! چې کله مو کوم مجاهد شهید شي، تر ټولو مخکې د هغه د نظامي تجهیزاتو پوښتنه کیږي، نه د هغه د ماتو اندامو، د هغه د یتیمانو او تور سرو!

تاسو به ډېر داسې ګلونه غوندې ځوانان لیدلي وي؛ چې لاسونه، یا پښې یې قطع شوې، نو مخکې له دې چې د ماتو هډوکو درودنه یې آرام شي، د مشر لخوا ټول نظامي توکي ترې وړل کیږي او بیا هغه کس څوک په سړیو کې لا هم نه شمیري.

دا به مو هم لیدلي وي، چې ځینې هغه بندیان چې زړور او ښه جنګي کسان وو، مګر اقتدار یې نه لرلو؛ چا یې کور ته سر هم ور ښکاره نکړ، چې څه لري او که نه؟.

نو د دې ټول بحث خلاصه دا ده؛ چې مجاهد باید د اسلامي قلمرو د ساتنې او جوړوونې فکر، یا ملي احساس حتمي ولري،  کنه نو موږ یې سیاسي غل بولو.

که څوک دا وایي چې موږ فقط وژل کوو، نور چې هر څه کیږي ودې شي؛ دا مجاهد ندی.

مجاهد باید د سیاست میدان ښه کلک وساتي، غلو او خائنینو ته یې خوشې نکړي او د شهیدانو – ټپیانو وینې، یا د بندیانو کوکارې مفتې په چا و نه پلوري.

مجاهد باید داسې اداره رامنځته کړي، چې د محبت جوګه وي، نه د نفرت.

مجاهد باید داسې نظام جوړ کړي ، چې د نورو ادارو خلک په خپله خوښه ورته تسلیم شي.
مجاهده وروره، تاته وایم!

پرون یې تر هغه وخته حمایه کولې، چې کار یې درپورې بند ؤ، خو چې روس غوندې قوي دښمن دې ورته په ګونډو او مات کړ، نو په همغې ورځ یې تک تنها په میدان پرېښوولې، زه پوهېږم چې ته مجبور شوې او کور کېناستې، خو سنګر دې داسې چاته پرېښود؛ چې ستا مقدس نوم یې په ټوله نړۍ کې بدرنګ کړ او داسې کارونه یې وکړل (او لا یې هغه دی کوي) چې ټول مسلمانان پرې خجل او شرمیده دي.

نن بیا هم تا همغې کرغېړنې څاه ته ورغورځوي، د کومې څاه پر غاړه دې چې همدا اوس خیمه درولې ده.

نو ځان ته دې سم ځیر شه او شاوخوا دې تعقیبوه، په ملګریو باور نشته! همدغه خواږه ملګري به دې هم پت لوټ کړي او هم عزت.
نوره دې خوښه.

مقصد د سنګر له هغه خواږه او معتمد ورور نه یې چې بېل کړې؛ کوم به چې تا ته جهادي روحیه او تربیه درکوله، نو له بل هر چا خو دې په آسانۍ سره بېلولای شي!!!

پام کوه! چې بیا دې مات نکړي!
د شهیدانو د کونډو او یتیمانو اوبلنې سترګې ستا په خوا دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx