نړۍ

خیبرپښتونخوا کې د مرمرو کان نړېدو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په مهمندو سیمه کې د مرمرو د یو کان نړېدو پېښه کې د ۱۸ تنو کان کېدونکو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان خیبر پښتونخوا د معدنیاتو ایالتي وزیر محمدعارف د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې پرون د دوشنبې په ورځ ماسپښین په مهمندو ضلع کې د مرمرو د یو کان په مزدورانو په لویې ډبرې را پرېوتي او لسګونه مزدوران یې لاندې کړي دي.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې تراوسه د ۱۸ کان کېدونکو د مړینې او ۲۰ نورو د بې درکه کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ددې ترڅنګ د کاڼو او خاورو لاندې ۲۰ تنو کان کېدونکو ته په ټپي حالت کې نجات ورکړل شوی، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.

تراوسه ددې پېښې علت څرګند نه دی؛ خو پاکستان کې د کاري خوندیتابه شرایطو ته د نه پاملرنې له کبله هر کال لسګونه کان کېدونکي او مزدوران د کار په دوران کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx