لیکنېنظــر

د سولې بدیل؛وروستی او د ټولو شریک بدیل دی!

استاد محمد زمان مزمل

ماته د سولې په یوه غونډه کې چې معمولا افغانان د سولې په غونډه کې هم د بد خوییو ،ناندریو، اختلاف او جګړو نه خوندي ندي ښاغلي عبدالحکیم مجاهد په حکیمانه انداز د خپل تأثر له مخې وویل:
داسې ښکاري چې افغانان فطرتا له جګړو سره اشنا دي او یا دې حالاتو زموږ له نسله دغسې یو شی جوړ کړی، ولئ د سولې دیرش(۳۰) کلن ناکام جریان ښئي چې سولې ته به افغانان په زوره بیایې او جنګ ته پخپله ځي.

هغه شېبې چې عبدالحکیم مجاهد خبره کوله زه یې په تېر څلویښت کلن جنګ او د سولو په ناکامو هڅو لکه د برق جریان لاندې باندې وځغلولم او ورته ومې ویل:
چې د سرینا پدې سوله کې مې یو نوي څه درڅخه واوریدل او خدای دې وکړي چې د مایوسۍ ځای نه وي که افغانان پدې حکمت ونه پوښو نو زموږ د جګړو لپاره کرایې شوي نسل باندې خو بلکل صدق کوي.

رښتیا هم چې سړی د ارګ نه د سیمنټي تختو راتاو کمربندونه، بندې چارایې، په شپه کې په شپږ کیلومترۍ کې تور قرنطین چې د ګاونډ په سړکو یې د جنازې موټر هم نه پرېږدي چې دا ټول په ارګ کې د راغلو حکومتونو د خبرو جنګ پارونکو لهجو او د یوه ځواکمن حکومت د کاغذي نخرو سره او بیا دا چې په ارګ کې ښاغلو هیچا پخپله خوښه نه استعفا ورکړه او نه یې د یوې واقعي سولې غږ پورته کړ دا ټول ښئي چې زموږ د نسل په فطرت کې جنګ آغښتل شوی ده او د سولې خبرې پر هغوی باید په زور وتپل شي.

که څه هم موږ په دغسې یو سټیج کې نه یو چې دا ټول ارګ ته راغلي، ښاغلي او تللي مخاطب کړو او هغوی ته د خپل کمزوري سټیج نه دا منطق ور انتقال کړو چې سوله همېشه په بحراني تاریخونو کې وروستی او د هر چا بدیل وي په سوله کې غالب او مغلوب، فاتح او مفتوح نه وي.

که استاد رباني ارګ ته په یو بې ډزو ماښام کې راغلی وائ شاید هغه به یې تر عمره خاطره وه… او له هغه وروستي یې همداسې.

سوله همېشه په تاریخ کې د دوو جګړمارو ډلو او دوو جنګي طرفونو په منځ کې هغه حال او بدیل دی چې کله کله یې ننګین سقوطونه ډېر احمقان د همدغه بدیل په ارمان پداسې یو مهال دراوي چې د ډېرو عزیزانو او د ډېرو مظلومانو ککرۍ پکې د خاورو لاندې شوي وي.

قرانکریم د سبا د ملکې په تایید او روایت د لوی ځواکمن سلیمان علیه السلام د لیک په مقابل کې چې د هغې لنډ فکرو جنرالانو پکې د مقابلو او جنګ ګواښونه ورول ،ملکې په حکیمانه انداز ددغو په مقابل کې وویل:
إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً.
ژباړه: باچاهان چې ښارونو ته ننوځي ښارونه وران کړي او عزیزان پکې خوار او ذلیل کړي.
د سبا ملکې د سلیمان علیه السلام د فاتحانه راتګ د مخنیوي په خاطر اورشلیم ته سفر وکړ تر څو یمن د بدرنګه سقوط وژغوري.

پروردګار د همدغې ملکې د منطق د تایید په تعقیب وایې:
وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ.
ژباړه: پاچاهان همدا کار کوي.

د همدې ځایه د سولې سره مخالف افغانان او ځینې ډلې باید دا درک کړي چې سوله د ټولو لخوا یو معماري شوی بدیل راوړي ،د بېځایه وژنو مخه نیسي د ډېرو په ظاهر عزیزو او مخورو د ذلت مخه نیسي تاسې پخپل تېر تاریخ کې ولیدل چې موږ سقوطونو په څومره سپیتانو ودرولو پر سالنګ د اوختو رهبرانو یې وپوښتئ، د کابل نه د مجاهدینو او بیا د طالبانو د ماتو کاروانونو او ماتو سالارانو له تاثر یې وپوښتئ.

که موږ له عقل سره ډزې نه وي، په سوله کې زموږ د ټولو پرده ده آن د هغه وریندارګانو هم چې د ماتې او سقوط په صورت کې به یې بیا د داسې چا په کورو کې پناه لټوو چې بیابه مو سترګې پکې خوب ته نه ورځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx