واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د تروریزم پر ضد د امریکا جنګ ۳۷ میلونه ملکيان بې ځایه کړيدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بروان پوهنتون نوی رپوټ وايي له ۲۰۰۱ راهیسي کله چي امریکا د تروریزم پر ضد جنګ شروع کړ، تر اوسه پوري د جهان په ګوټ ګوټ کي لږ تر لږه ۳۷ میلونه انسانان مهاجرتونو ته مجبوره سويدي. 

د بروان پوهنتون دا رپوټ پداسي وخت کي خپرېږي چي په اصطلاح د امریکا د تروریزم پر خلاف جنګ شل کلن کېږي. 

رپوټ وايي چي د تروریزم پر ضد د جنګ بې ځایه سوي خلګ اکثره د افغانستان، عراق، پاکستان، یمن، سومالیا، فلیپن، لبیا، او سوریې خلګ دي.

د بروان پوهنتون رپوټ وايي چي د واقعي بې ځایه سویو خلګو شمېر ښايي له ۴۸ میلونو څخه تر ۵۹ میلونو  پوري ورسېږي. 

د امریکن پوهنتون پروفسور ډېویډ واین وايي،«دا ارقام موږ ته دا راښيي چي پدې ملکونو کي د امریکا نظامي مداخلې واقعا انساني فاجعې خلق کړيدي.» هغه وايي اکثره امریکایان لدې بشري فجایعو څخه ناخبره دي. 

رپوټ وايي چي په سومالیا کي ۴۶ ٪ بې ځایه سوي خلګ هله د خپلو کورونو خوشي کولو ته مجبوره سول چي امریکا په ۲۰۰۲ کي هلته نظامي مداخله وکړه. په سومالیا کي د امریکا منظمو او دوامدارو بمباریو خلګ دېته اړایستل چي خپل کلي او کورونه خوشي کړي.

رپوټ وايي د امریکا د دفاع وزارت د ملکي کسانو قتل په سختي مني، خو پدې نژدو وختونو کي شواهدو او حالاتو مجبوره کړی دی چي د ملکي تلفاتو مسولیت ومني. 

د امریکن پوهنتون پروفسور واین وايي«د مهاجرو په کمپ کي هره ورځ تېرول د انسان کرامت ته زیان رسوي. هره ورځ تاسي د خپل وطن او کور څخه لیري ژوند کوئ.» 

منبع: نیویارک ټایمز

تاریخ: سپټمبر ۸، ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

الله په قرآنکریم کی فرمایی:هرقوم،قبیله اوکس چه ظلم کوی زه یی وینم پرهغوزه قدرتی افتونه نازلوم لکه چه پر کفارومی دیوبل څخه نفرت یودبل سره کینه ترورځی دقیامته پوری ،تاسوولیدل چه کرونا اونوروافتوپه امریکا اوچین کی څه افتونه نازل کړل.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx