لیکنېنظــر

د طالبانو له لوړ رتبه او با اختیاره مذاکراتي ټیم سره تړلې هيلې او انديښنې

(لیکنه:  عبدالحي مطمئن)

د جګړې له اوره د هيواد ژغورلو شنه څراغونه کله په نیویارک، کله دوحه، کله اسلام اباد اوکله ناکله په خړپړ کابل کې هم روښانه شي.

په هيواد کې د هر بم له درز او د هرې وسلې له شغلې سره دا څراغونه بار بار لړزیږي.

د سولې د خبرو او د جګړې د اور وژلو په موخه چې کله مذاکراتي ټیمونه ميدان ته په راتلو شي، نو د جګړو ځپلي هېواد له جګړو ستړيو زړونو کې د هېلو غوټۍ په غوړیدوشي، خو دا به لا ګرانه وي چې څوک سم اټکل وکړای شي، چې اصلي اور وژونکی ټیمونو به کله رامیدان ته شي.

د هرهغه چا چې په دي جګړه کې يې کومه ذاتي ګټه نشته او په زړه کې يې له خپلو خلګو اوهيواد سره مینه ده، ستر ارمان يې همدا دی چې د جګړې ټغر له هیواده ټول شي؛ هغه اغیار چې له ټوپکو سره راغلي بیرته له ټوپکو سره له دي خاوري ووزي؛ هغه جګړه چې دوه لسیزې وړاندې د نيویارک له برجونو پیل شوې د افغانستان په خړو غرونو کې نوره دفن شي او هغه یرغل چې دوه لسیزې وړاندې يې نقشه اوقومانده په پینټاګون کې برابره شوې، بیرته یې په پینټاګون کې خاکه اونقشه څیرې او په باطل دانۍ کې وغورځول شي.

که په رښتیا یرغلګرلاړ شي او د هيواد برخلیک په ازاده فضا کې افغانانو ته وسپارل شي، نو د خپل منځي خبرو پر میز داسي څیرو ته اړتیا ده، چې پاکه اراده او خپلواکه تګلاره ولري، د پردو ناوړه ارادې او توطئې درک کړای شي، د هیواد ټولنیز برخليک وارزولای شی او ورسره د وخت او حالاتو په نبض هم پوه وي.

د اسلامي امارت استازو تر اوسه ښه رول لوبولای او لاس ته راوړنې يې د پام وړ وې.

د ملا برادر اخوند مشري او له ګوانتنامو نه د راخلاص شويو مهم طالب مشرانو د قطر پروسې ته عملي ورګډیدلو په دې پروسه کې ريښتینی روح پیدا کړ، چې له امله يې له امریکا سره تره يوه حده بریالي تړون امضا شو او دا دی خبره تر ټولو ازمویونکې مرحلې ته ورسیده، چې د جګړې له مقابل لورې افغانانو یا د هغوی له استازو سره د هيواد په برخلیک مخامخ خبرې دي.

تر ټولو اصلي او له ستونزو او پیچیدګیو ډکه مرحله همدا ده، چې د بریا هېله او د بایللو ویره يې مساوی شتون لري.

د مېز برابرونکي او د ناستو څارونکې باندني جهتونه نه د سولي د بريالي امکان او نه هم د دوه لسیزې قربانيو د سمو پایلو او ارمانونو په غم کې دي، هغوي په عاجله توګه د خپل ماموریت اوممکنه ګټو په انتظار دی، چې په داسي حساس وضعیت کې به طالب مشرانو ته تر ټولو ستره ازموینه د نورو فرمایشونه او مشورې په دقت څارل او د هغوي له ذاتي اشتهاوو انکار او ځان ساتل وي، تر څو د دې لوي مزل لوی راتلونکي د کومې باندنۍ پروژې او دسیسې د تحقق لپاره د عجلت ښکار نشي.

ځکه دا کومه کورنۍ يا قبیلوي جوړه او روغه نه ده، چې څوک دي د يو چا په وړاندې تر خپل حق تیر شي او دا دي خپله میړانه ونوموي، بلکې دلته تر حق تیريدل او تېرایستل کيدل نیغ په نیغه د يوه ملت له راتلونکې سره جفا او د يوه فاتح لښکر د سنګر خرڅلاو دی، چې دا به د هر مذاکره کوونکي لپاره د تاریخ يو تور باب وي!

دغه تر ټولو حساسې مرحلې ته د ورداخليدو لپاره مذاکراتي ټیمونه بنسټیز حیثیت لري، چې پرمټ يې راتلونکې سولیز مزلونه هم اسانیدای شي او هم سختيدای شي!

په قطر کې د امارت د نمایندګي د پرانیستنې له پیله چې کومه څیره د ديپلوماسي په میدان کې د بریاوو ضامنه وه، هغه شخصیت چې هم د دې غورځنګ تګلارې ته وفاداره و، هم په نړیواله کچه د ديپلوماسي  له حروفِ هجا سره بلد و او هم د دې غورځنګ د پیل له ورځو بیا د واکمني تر ورځو اوبيا تر ننه د يو علمي او سیاسي شخصیت په توګه په هر میدان کې د بې داغه مبارزې تاریخ لري، له نیکه مرغه همدغه شخصیت شیرمحمد عباس ستانکزي صیب د دغه ټیم محوري اومسلکي مرستیال دی، چې مقابل لوری ترې په هر میدان کې په لړزیدو وي. ستانکزي صیب چي له يوې خوا يې د ماستري تر کچې عصري زده کړې په بهر کې کړې، له بلې خوا د شوروي پر ضد له افغان جهاد نه دامريکايي یرغل په وړاندي تر مقاومته پوري، د خارجي یرغل په وړاندي د کلک هوډ مبارز پاتي شوی.

څوک چې ورسره نږدې پاتې شوي هغوي وايي چې ستانکزي صیب يو عابد او د ژورې اسلامي او دیني مطالعي خاوند، دروند او مومن مشر دی، چې زموږ د مروج کلتور مطابق چې چا ته د ملا پلاني نوم ورکول کیږي، له هغوی نه د ستانکزي صیب دیني پوهه او مطالعه ډیره زیاته ده.

د ستانکزي په څېر شخصیتونو موجوديت له طالب غورځنګه څه ناڅه دا تورونه هم ليرې کوي چې اسلامي امارت د “میم زرما ټول د طالب او ملا” پالیسي لري.

بل خوا همدا سړی و چې د طالبانو د مقاومتي سیاست په دوره کې يې له دښمن نه په ډیره بي پروايي ستړي مزلونه او خطرناک سیاسي پیجومي وګالل، کله يې هم دښمن ته پر میز ټیټه خبره ونکړه او د دښمن دښمن يې هم وهڅولای شو!

بل لور ته تر ننه د سیمې او نړۍ مغرض چاینلونه د ده په ډارولو او ایل کولو بریالي نشول.

له همدې امله داسي اوريدل کیږي چې له ستانکزي سره دسیمې استخباراتي کړۍ د يوه ځیرک او هوډمن طالب په توګه کلکه دښمني لري او له هرې لارې د هغه د مخنوي او سلبولو هڅې کوي، چې دا هم د هغه د پاک هوډ او ریښتینې ارادې يو بل ثبوت ګڼلای شو!

په ټوله کې په موجوده مذاکراتي ټیم کې د داسي محوري اومسلکي مرستیال موجودیت د دې مذکراتي ټیم د پوره وړتیا او منطقي ځواک په معنا ګڼل کیږي.

له دې ورهاخوا د ټیم په تشکیل کې د رهبري شورا تر ټولو محوري څیري شتون لري، چې په پخوانيو مذاکراتي ناستو کې به د اجازې اومشورې لپاره مشرتابه ته څه استول کیدل، نو تر ډیره به همدغو شخصیتونو ته وړاندي کیدل، نن چې دا ټول په دي ټیم کې شتون لري، نو خکه دا تر ټولو ځواکمن مذاکراتي ټیم ګڼلای شو.

په دې ټیم کې د شورا علمي او دیني غړي او د امارت د حاکمیت او حکومت د دورې قاضي القضات شیخ نور محمد ثاقب صاحب، د رهبري شورا بل محوري غړی او د امارت د حکومت د دورې د وزیرانو د شورا مرستیال مولوي عبدالکبیرصاحب غړیتوب لري او د امارت د اوسنۍ دورې تر ټولو لوړ دیني مقام او شخصیت او د ټولو شرعی محاکمو مشر شیخ عبدالحکیم صاحب د دي ټیم سرپرستي کوي، چې په دې سره موږ ویلای شو چې دا تر بل هر وخت لوړ رتبه او اختیارمن ټیم دی.

د رهبري په کچه د داسي لوړ رتبه مذاکراتي پلاوي استونه تر ډیره د اسلامي امارت له لوري د افغانانو خپل منځي ناستو ته د ښي ارادې او پوره تیاري څرګندونه کوي. الله جل جلاله دي دغه ناستې له هیواده د جګړو او پردیو یرغلونو د خاتمي او يوه خپلواک اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو سبب وګرځوي (آمین)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx