نړۍ

مفکرة الاسلام: علی عبدالله صالح به په راتلونکي ۱۵ ورځوکي واک سپاري

(نن ټکی اسیا۲۰۱۱/۱۸) په یمن کی دواکمن ګوند یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبروکی وویل کیدای شي راتلونکو ۱۵ ورځوکی به دیمن هیواد اولسمشر علی عبدالله صالح واک وسپاري.

په یمن کي واکمن ګوند مرستیال سلطان برکانی دیوي خبري غونډي پرمهال وویل  نژدي ده چي حکومت او دحکومت مخالف ګوند دواړه دنوی حکومت په جوړولو سره یوي پریکړي ته ورسیږي اوراتلونکو لسو او ۱۵ ورځو پوري یو تړون لاسلیک کړی

، خونوموړي زیاته کړه چی دټرون په لاسلیک کولو کی مهم ټکی دنوي ټاکنو کیدل دی، دهیواد واکمن ګوند دنوي ټاکنو لپاره دنورزیات وخت غوښتنه کړی ده خو مخالفه ډله بیا ژرترژره دټاکنو خبري کوي.

نوموړي زیاته کړه کیدای شي ټاکني به دراتلونکی کال دجنوري اویاهم پروري ترمیاشتي پوري وځنډیږی، ځکه دهیواد اوسنی حالات اوټاکنو لپاره تیاري نیول دومره وخت ته ضرورت لري.

خو دهیواد مخالفه ډله بیا ټینګارکوي چي څومره ژروي باید علي عبدالله صالح واک وخپل مرستیال ته وسپاري ترڅو راتلونکي ټاکنوکي له واک څخه بی ځایه اوناجاېزه ګټه وانه خلي.

شنونکی وایی په هیواد کی دواکمن ګوند اعتدال خوښونکو له مخالفی ډلي سره موافقه ښودلي ده، خوځینی توند روه لکه سلطان برکانی اودنوموړی هم نظره ملګرو بیا دحکومت دمخالفي ډلي غوښتني ردکړي دي.

برکانی له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل چی هیله کیږي عالي عبدالله صالح به دروان کال  داکتوبرپه میاشت کی هیواد ته راستون شي، تیره اوني علی عبدالله صالح دیمن په اړه دخلیجی هیوادونو له لوري وړاندی شوی طرحی سره موافقه ښودلي چی نوموړي به واک وخپل مرستیال عبدربه منصورته سپاري، خوشنونکي وایی ترڅو پوري چی صالح په خپله  پریکړه لاسلیک کړی نه وی کیدای شي په راتلونکي کي له واک څخه په استفاده سره بیرته دپریکړي مخالفت وکړي.

بخت الرحمن بخت  (نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x