نظــر

د لنډغرو حکومت او د بېچاره عسکرو حال

عبدالحمید راشد
په افغانستان کې عسکر دوه توته ارزښت هم نلري، حتی د انساني کرامت او ازاد انسان په څېر ورته موجوده نظام قائل نه دی، څوک یې په لغتو وهي،  څوک یې په پاکستان خرڅوي، او د ډیورنډ د دفاع په نوم تر خاورو لاندې کیږي، ګنجی یې بیا د واشنګټن دفاع کوونکي بولي، د جګړې په مهال ورته اوبه نه پېدا کیږي،  له تندې وسله پر ځمکه ږدي،  او طالبان ورته په ورین تندي هرکلی وایي.
عسکر د افغانستان په اوسني شړیدلي نظام کې د غلام او عبد حیثیت لري،  چې بودیجه پرې د ټول ملت مصرفیږي،  او غلامي په حساب څو لنډغرو ته کوي،  عسکر د غریب زوی دی،  زما په فکر دعقل نه پاک دی،  ځکه خو د لنډغرو لپاره قربانیږي او چې مړ شي،  بیا یې څوک پاڼه هم نه اړوي.
د موجوده عسکر د زور رسېدلو ځایونه په لاندې ډول دي.
بې واسطې خلک،  سوالګر،  ګاډيوان،  طالب العلم،  محصل …. او نور هغه بیچاره طبقه چې هېڅ مادي قوت نه لري.
د موټرو،  ټېلرو، خاوندان چې عسکر ترې د لارې د ګرځېدو باج اخلي،  او په لاره ورته اجازه ورکوي.
همدا ډول نور څه ځایونه هم شته چې عسکر پکې د خپل بادار په واسطه خپل زور چلوي.
نو پوه شه عسکرجانه!!!!!
نور دې څوک ونه غلوي، څوک دې دوکه نکړي،  اوسني نظام کې هېڅ ارزښت نلرې،  هر وخت دې ژوند په خطر کې دی،  هر وخت ستا بیچاره مورکۍ ستا د مرګ لحظې شماري،  خو ستا د وسلې هدف څه  دی؟
ستا هدف دا نه دی،  چې ته د غوړکي په دښته کې د افغانستان په غرونو سر کېږدې او ستا بادار بیا د افغانستان د ابادو ځمکو قوالې ورکوي.
عسکر جانه!!!
نور فکر وکړه؛  د شهید،  سپېڅلې شهید او د وطن د شهید په القابو دې دوکه نکړي، دنیا خو دې هسې هم تباه شوله او د اخرت معامله دې له متعال رب سره ده،  د دې بی وقوفانو په القابو ته اخروي شهید نه بلل کېږې ؛بلکې هغه معامله دې له متعال رب سره ده،  او ته چې د کوم هدف لپاره قربانېږې هماغه نتیجه به هم ګورې.
عسکر جانه!
دلته چې د اشغال په خلاف مبارزه کوله،  او واقعي جهاد یې کولو نو هماغه خلک به ستا ریښتینی مقام او اهمیت اعاده کوي، نو د هغوې خلاف د غرب او اروپا څخه د راغلو اطاعت مه کوه،  ځکه هغوې د اشغال خلاف مبارزه کوي، او اشرف غني تاسو د اشغال حامیان بولي.
عسکر جانه دا مې درته سهارنۍ ډالې وه،  نور دې مور مه بوره کوه،  او دنیا او اخرت دې په خطر کې مه اچوه!
نوټ: د زړه له درده مې پورته کلمات لیکلي هېله ده،  د زړه بدوالي باعث مو نشي.
د افغانستان د ابادۍ او د اسلامي نظام د قيام په هېله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx