نظــر

امرالله صالح  له بایسکله تر ګوګله!

جواد فاتح

هرڅوک که په هر صف کې وي، چې دین ته متعهد او ژمن نه وي، له هغه د خیر تمه کول حماقت او په هغه باور کول داسې دي لکه په لیو د رمې ساتل.

تېره شپه به مو له طلوع  تلویزون سره د امرالله  سالې  ځانګړې مرکه اورېدلي وي،  سالې  په دې مرکه کې له ډیرو حقایقو په رمزونو او ښکاره پرده پروته کړه، او د غورو دربو تر څنګ یې ځان یو څه ته ژمن وښود چې موږ یې په لاندې څو لنډو ټکو کې راسپړو.

۱ـ سکولریزم ته ژمنتیا: امرالله  سالې  د خبریال د یوې پوښتنې د ځواب په دوام کې وویل «الله جل جلاله هم غیر منجمد،یعنې په خپله خبره نه دی ولاړ» (نعوذبالله) سالې په دې سره خپله متزلزله عقده ښکاره کړه خو  موږ ته نوې نه ده، ځکه دوی د هیواد په اشغال کې د جارو کښانو رول لوبولئ او دوی د اسلام سره په جنګ کې له هغو سره ودرېدل چا چې زموږ په اسلامي خاوره تیرای کاوه او هغه مهال د اشغالګرو مشر بوش ویلي ول چې ماته الله(جل جلاله) ویلی چې په افغانستان برید وکړه.

نو څوک چې د پیغمبري دعوه وکړي او خپله جګړه هم صلیبی جنګ اعلان کړي ایا د هغوی له ملاتړیو د خیر تمه کیدای شي؟

۲ـ کافر دوستي: امرالله  سالې  په ډېرې بې شرمۍ دا خبره وکړه چې زه د امریکا سره دوستي لرم او له طالب سره ایډیالوژیکي (عقیدوی) دښمني لرم ځکه نه غواړم چې له طالب سره یوځای کار ونه کړم.

که څه هم طالب داسې بدنامو څیرو ته د کار او هکارۍ اړتیا نه لري، خو د  سالې  په دې خبره کې ښکاره له کافر سره د خپلې دوستی انځور وړاندوینه کوي، او موږ ته دا الهام راکوي چې دوی خپل ملت ته نه، بلکې پردیو ته وفادار، جاسوس او ملګري دي.

۳ـ دروغجن: امرالله سالې په مرکه کې وویل: موږ د بندیانو د پروسې په ځنډ سره نړۍ او خلکو ته دا ورښوودله چې موږ د لویو پیښو عاملین نیولي او موږ د زنبق د خونړۍ پیښې طراح هم نیولی، او دادی اوس یې طالبان خلاصون غواړي.

سالې چې کوم کس د زنبق د څلور لارې د پیښې مسئول بولې او رسنیو کې یې پرې ډیره غوغا جوړه کړه، هغه کس نه کوم مسئول دی او نه هم د  استشهادي عملیاتو رهبر؛ هغه کس یوځل پخوا هم بندي شوی و، د قران کریم حافظ و او هغه مهال د سالې تر مشرۍ لاندې ملي امنیت کې دومره تعذیب شوی و چې تقریبا تر یوه کاله یې له تناسلي آلې وینه تلله، بیا چې کله خلاص شو له استشهادي کنډک سره یوځای شو او غوښتل یې چې استشهادي عملیات وکړي خو تر استشهادي عملیاتو د مخه ونیول شو.

که نور مو زړه ته نه غورځي، د سالې دروغ له دې ښه جوتیږي چې هغه بندي استشهادي د استشهادي په بل کنډک او قطعه کې دی او د کابل اداره د زنبق په پېښه کې د استشهادي عملیاتو بله فرقه او کنډک تورنوي خو هغه متل دی وایي: وهم دې چیرې او ډبی دې چییرې خیږي.

۴ـ په امریکاي جاسوسي اعتراف : که څه هم په دې مرکه کې امرالله  سالې له امریکا سره(په دروغو)   خپلې اړیکې او دوستۍ دیپلوماتیکې یاد کړې؛ په داسې حال کې چې سالې په په ۲۰۱۱ کال د جنوري په میاشت کې د امریکا له مشهور تلویزون  (PBS) سره د (لومړۍ کرښې) تر سرلیک لاندې اوږده مرکه کړې وه او په هغه کې مرکه کې ډیر هغه حقایق ښکاره شول چې تر اوسه زموږ ملت ته لا معلومات نشته، په هغه مرکه کې خبریال مایکل اسمیټ د پوښتنتوپه جریان کې سالې ته وایي:

خو احمدشاه مسود تاسو د یوه استخباراتي افسر په توګه په رسمیت وپژندلي.

سالې وایي: هو؛ دا حقیقت دی، او احمدشا مسود زه د استخبارتي پرمختللیو زده کړو په هیله په (۱۹۹۹) کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولیږلم، او هلته مې له امریکایانو څخه ډیر استخبارتي توکې زده کړل.

سالې په دې مرکه کې د ډیرو نورو حقایقو ترڅنګ خپلې اړیکې د امریکا له استخباراتو سره جوتې کړې لکه:

* لومړیو کې د امریکا استخباراتو له ما څخه یوازي د ساده همکارۍ(جاسوسي) غوښتنه وکړه.

* امریکا په دې پوهېده چې القاعده غورځنګ کولای شي چې امریکا کې بریدونه وکړي هغوی په دې اړه اطلاعات لرل خو داسې څوک یې نه درلودل چې د دوی د لمنځه وړلو لپاره ورته کار وکړي؛بیا ماته راغلل او له ما څخه یې د دې دندې د سرته رسولو غوښتنه وکړه تر څو افغانستان کې هدفونه وټاکو، خو هغه هدفونه د هیواد په جنوب کې ول او زموږ له توان څخه وتلې خبره وه، یو دوه ځایه د اسامه اړوند څه وضعیت مخته راغی خو په لومړۍ خط کې مخالفین ول څه نه کیدل.

* د احمدشا مسود له وژلو وروسته ما د امریکا استخباراتو ته زنګ وواهه، د سي آی اې له مامور ریچ سره وغږېدم او خبر مې کړل چې موږ نور څه نه شو کولای او زموږ رهبر ووژل شو.

* د القاعده د ډلې دوه کسان رمزي بن الشباع او ابوزبیده مو تر  څار لاندې نیولې او معلومات مې ور څخه غلا کول.

سالې پورته اعترافات په  دومره  سپین سترګۍ سره کړي چې لیدونکی هک حیرانوي.

تیره شپه هم سالې په مرکه کې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

استخباراتي کس باید تر مرګه خپله دنده سرته ورسوي او یا په خپله دنده کې مخ پورته لاړ شې.

هو؛ سالې رښتیا وايي، تر ارګه پورې دندې پورته کړ او د ده د خپل قول پر بنسټ تر مرګه پورې به د پردیو د جاسوسۍ دنده پرمخ وړي ځکه خو وايي چې طالب سره زه یوځای کار نه کوم، پوهیږي چې طالب د پردیو جاسوسان له کوم برخلیک سره مخ کړي.

د سالې د تیرې شپې مرکه کې ماته دا ډیره جالبه وه چې خبریال ته یې وویل: ما او افکار مې په ګوګل کې سرچ او وپلټئ(!).

په داسې حال کې چې سالې د (۲۰۱۹) د فیبروري په ۲۴ مه ویلي ول: که څوک غواړي کابل ته دې زما دفتر ته راشي چې د هیواد هر ځای ته په بایسکل ور سره چکر ووهم.

ښکاري چې سالې د خپل  فکر د  زوال خوب لیدلی ځکه خو اوس له خلکو څخه غواړي تر څو یې د دفتر او بایسکل په ځای په ګوګل کې وګوري.

یادونه: که یو چا اجازه راکړه د سالې هغه مرکه به هم درته وژباړم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx