افغانستان

کابل کې د امرالله صالح پر موټریز کاروان چاودنه شوې/ویډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «تایمني» څلور لارې کې د کابل حکومت د مشر د لومړي مرستیال «امرالله صالح» پر موټریز کاروان چاودنه شوې.

د کابل پولیس که څه هم د برید د تلفاتو په اړه څه نه وایي؛ خو دا تاییدوي چې په تایمني څلور لاې کې نن سهار اووه نیمي بجې شاوخوا  چاودنه شوې.

د لومړي مرستیال دفتر په همدې تړاو وایي، چې په چاودنه کې د صالح درې تنه ساتونکي ټپیان شوي؛ خو نوموړي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ورته مهال عامي روغتیا وزارت بیا وایي، چې د  پېښې له ځایه دوه مړي او اووه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي.

طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» په یوه لنډ ټویټ کې لیکلي «د کابل چاودنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې وړمه ورځ امرالله صالح له طلوع نیوز سره په مرکه کې د کابل د امنیت په تړاو ډاډ څرګند کړ او خبریال ته یې وویل، که کارونه یې نه درلودای چمتو وو په بایسکل همدلته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

د چاودنی د ماهیت څخه څرګندیږی چی دا چاودنه سازشی چاودنه وه. څنګه امکان لری چی ۱۲ کسان دی مړه وی، او په امر جان او عبادجان دی سربیرن ټپیان وی.

دوکتور غروال

همداسی دی دا کار د همدی قاتلو له خوا صورت موندلۍ دی تر څو چی د ځانولپاره پدی بی شرمانه کار کښی سیاسی شهرت پیدا کړی ، دا معلومات نن سهار تر لاسه شو !!!

Adam Khan

That is Nasleh himself. This is his 3rd time organizing these attacks to become popular and get closer to Ghani.

اختر محمد

فوزیه کوفی هم بر سیرنه ټپی شی امرالله ناصالح دی هم برسیرن ټپی شی دمنلو نه دی په لسګونو کسان مړه او ټپیان شول خولندغرو باندی خیرو خیرت دی

پښتون غورزنګ

دا پېښه د دې خبري ثبوت دی چي د ښاغلي ولس مشر جناب جلالت ماب اشرف غني صاب او جیمز بانډ-007 امر الله صالح د پلازمیني امنیت په ټینګښت کي بشپړ ناکام سوي وي. اوس باید امر الله صالح د خپل ژوند د ژغورني لپاره لا ژر تر ژره کابل طالبانو ته وسپاري څو طالبان د ده او د غني امنیت خوندي کړي. ها ها ها ها

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx