افغانستان

امريکايي سناتورانو دواړو نوماندو سره کتلي

نن ټکی اسيا: دوو مخورو امريکايي سناتورانو د افغانستان د سفر پر مهال د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو سره ليدلي دي.

د جمهوري پلوه سناتور جان مک کين په مشرۍ د امريکايي سناتورانو يو پلاوي افغانستان کې د امريکايي سفير جيمز کنينګام او افغانستان کې د امريکايي قواوو د مشر جنرال دنفورډ په ملتيا د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو هر يو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
سرچينې وايي، چې په دغو ليدنو کې له ټاکنو وروسته ستونزو او لانجو په اړه خبرې اترې شوي دي.

نوموړي پلاوي له دواړو لوريو وغوښتل، چې ټاکنو کې د شفافيت په موخه هر ډول مرسته وکړي او په هر صورت د درغليو مخنيوی وکړي.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي رسنيز دفتر وياند عباس نويان هم دا ليده کاته تاييد کړل او زياته يې کړه، چې تېره ورځ (پنجشنبه) د امريکايي سناتور جان مککين په مشرۍ يو شمېر امريکايي سناتورانو له دواړو نوماندانو سره کتلي دي.

سرچينې وايي، چې افغانستان کې د امريکا سفير او امريکايي چارواکي هڅه کوي، چې دواړه لوري په ګډ حکومت راضي کړي او د واک د وېش په اړه هم منځګړیتوب وکړي.

ډاکتر غني احمدزي ويلي و، چې د ملت د رايو پر سر به هيڅکله لوبې ونه کړي او نه به “سهامي شرکت” حکومت جوړ کړي، مګر وړمه ورځ يې و ويل، چې عبدالله عبدالله يې “سيال نه، بلکې يو همکار” دی.

سرچينې زیاتوي، چې ډاکتر اشرف غني احمدزی به د امريکايي چارواکيو په منځګړیتوب عبدالله عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړي، خو تر دې دمه د واک د وېش خبره لا نه ده جوته شوې.

يو شمېر کارپوهان وايي، که ډاکتر غني احمدزی د دومره اکثريت رايو د ګټلو سربېره هم خپل سيال نوماند ډاکتر عبدالله سره ګډ حکومت جوړوي، نو دوهم پړاو ټاکنو ته اړتیا نه وه.

د چارو خپلواک څارونکي پر دې باور دي، چې دواړه نوماندان د “نړیوالې ټولنې” تر اغېز لاندې دي او د ټاکنو په روان بهیر کې ټاکونکی رول هم د “نړیوالې ټولنې” دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x