fbpx
ټوني بلیر او جنرال السیسي

د سولي خاص استازی ټوني بلیر، د قاتل سیسي مستشار او د انقلاب پلان جوړونکی

نن ټکی آسیا: د برتانیا پخوانی وزیر اعظم توني بلیر د متحده عربو اماراتو په مالي لګښت د جنرال سیسي لپاره د مستشار په توګه ټاکل شوی، تر څو د نوموړي سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي، او هغه ته د مصر په اقتصادي چارو کې مشورې ورکړي.

د برتانیا پخوانی وزیر اعظم چې د امریکا د پخواني ولس مشر بوش تر څنګ د افغانستان او عراق جګړو عامل بلل کیږي، او په دغه دواړه هیوادونو کې د ملیونو انسانانو په قتل او بې کوره کولو تورن دي، د ملګرو ملتونو، اوروپايي اتحادیې، امریکا او روسیې له خوا د فلسطین او اسرائیل تر منځ د سولي د خبرو اترو لپاره خاص استازی ټاکل شوی.

نوموړی چې ددې کار تر څنګ د قانوني او سیاسي استشاراتو لپاره خپل خصوصي شرکت لري، په اړه یې ګمان کیږي چې د اسلام او مسلمانانو سره ډیره کرکه لري، او خصوصا هغه مسلمانان چې غواړي حکومت ته ځان ورسوي، او اسلامي شریعت ورته اهمیت لري، د هغوی سره ځانګړی او خصوصي تضاد لري، له همدې وجي چې کله په مصر کې د حسني مبارک نظام چپه شو، او پر ځای یې د اخوان المسلمین ډله د محمد مرسي په مشرۍ واکمنه شول، نوموړي له لومړۍ ورځي څخه پلان ګزاري پیل کړه، او جنرال سیسي یې د خپل پلان تر ټولو وړ کس وباله، او د سعودي، اماراتو او نورو اخوان ضد هیوادونو او ډلو په مالي مرسته یې خپل پلان عملي کړ.

باید وویل شي چې په مصر کې د اخوان المسلمین هغه حکومت ړنګ کړه شو، کوم چې په انتخاباتو واک ته رسیدلی وو، او د واکمني یو کال یی پوره شوی وو، چې د فوځ له خوا په یو منظم او پلان شوي انقلاب کې له واکه لیري کړل شو.

په دغه انقلاب کې د مصر فوځ په زرګونو انسانان په عامو بازارونو کې په قتل ورسول، او په لسګونو زره یې بندیان او د هغوی څخه یې تر ۱۰۰۰ زیات په اعدام محکوم کړل.

د کتونکو په نظر د ټوني بلیر له اړخه په منځنۍ ختیځ کې د دیکتاتورانو ملاتړ، د جمهوري حکومتونو په خلاف پلان ګزاري او د سوله ایزو مظاهره چیانو وژل د جمهوریت لویه دعویداره برتانیا بدناموي، او د سیاست او ټول ټاکنو څخه د برتانویانو اعتماد ختموي، ځکه چې نوموړي د هغوی په رایو سره واک ته رسیدلی وو، او هغه یې د اتو کلونو لپاره خپل د جمهوریت یو سمبول بللی وو.

بل اړخ ته د فلسطین او اسرائیلو په چارو کې ماهرین هم وايي چې ټوني بلیر د سولي نه بلکې د مسلمانانو په ضد د قتل او وحشت استازی دی، چاته چې د خپلو کرکي او تعصب له وجي د مسلمانو وینه توییدنه هیڅ اهمیت نه لري، او هغه به د فلسطین او اسرائیل په شخړه کې کله هم بې طرفه پاتي نه شي.

ویل کیږي چې د عراق اوسني ولس مشر نور المالکي ته هم ټوني بلیر مشورې ورکړې وې، چې سني مسلمانان وځپي، او پرې نه ږدي چي هغوی په سیاسي واک کې ډیره ونډه ولري، چې له کبله یې په عراق کې روان کړکیچن حالات را منځته شوي، او سني قبایلو د نوري المالکي د شیعه حکومت په خلاف پاڅون کړی، او د اسلامي دولت په نامه اسلامي او جهادي ډلي سره یو ځای شوي دي.

عبد الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د