ورزش

رونالډو په نړيوالو لوبو کې «۱۰۰» ګولونه بشپړ کړل

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور ستوری او غوره فوټبالر کريسټيانو رونالډو د فوټبال په نړۍ کې دويم لوبغاړی شو چې په نړيوالو سياليو کې تر ټولو زيات ګولونه وهي.

د پرتګال فوټبال لوبډلې لوبغاړي رونالډو د سه شنبې په ورځ د اروپا په اتحاديې نړيوالو سياليو ليګ کې د سويډن لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې ګول وهلو سره ۱۰۰ ګولونه بشپړ کړل.

هغه په نړيواله کچه دويم لوبغاړی شو چې دغه څلي ته رسيږي، له ده وړاندې ايراني لوبغاړي علي داعي ۱۰۹ ګولونه وهلې دي.

رونالډو چې اوس ۳۵ کلن دی د خپلې لوبډلې په استازيتوب ۱۶۵ لوبې ترسره کړي چې ټول يې ۱۰۱ ګولونه وهلي او ۴۰ ګول پاسونه يې کړي دي.

پرتګال لوبډلې د رونالډو په مرسته د ۲۰۱۶م کال اروپا اتحاديې ليګ نړيوالو سياليو اتلولي هم ګټلې وه، چې په روانو سياليو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

پرتګال لوبډله په يادو سياليو کې د فرانس، کرواتيا او سويډن سره په ګروپ ای کې ځای لري چې کرواتيا او سويډن ته يې ماتې ورکړې او راتلونکې سيالۍ به د فرانس پر وړاندې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx