افغانستانسولې اړوند خبرونه

رویټرز: ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو د شمېر کمېدلو اعلان کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» به په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمېدلو خبر ورکړي.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې ټرمپ به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په عراق کې او په راتلونکو څو ورځو کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر کمېدلو خبر ورکړي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر ویلي وو، چې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو تر پایه به افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټ کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د امریکایي عسکرو د وتلو لړۍ روانه ده.

که څه هم تر دې دمه په افغانستان کې د شته امریکايي عسکرو کره شمېره څرګنده نه ده؛ خو څه موده وړاندې پنټاګان اعلان وکړ، چې په افغانستان کې يې پنځه نظامي اډې تخلیه او د ۱۲۰۰۰ عسکرو له ډلې یې ۳۴۰۰ عسکر امریکا ته ورستانه کړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه افغانستان پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx