ټولنیزه برخه

چې مور وي نو داسې دې وي!

مولوي محمدرضاء رحماني

امام غزالي رحمه الله ته الله تعالی په دین کې ډېر لوړ مقام ورکړی و ، د هغه شخصیت او د ژوند هر پړاو ته په کتو د هغه د مور کردار ترسترګو کیږي.

محمد غزالي او احمد غزالي رحمهم الله دوه وروڼه و چې په کوچنیوالي کې یتیمان شول ، ددوی تعلیم او تربیت د مور پر اوږو پرېوت ، ددوی په أړه یوه عجیبه کیسه رانقل شوی ده.

مور ددوی په تعلیم او تربیت کې دومره زیار وباسه آن تردې چې د هغه وخت تکړه عالمان شول ، لیکن د دواړو وروڼو په طبیعت کې توپیر و ، محمد غزالي د هغه وخت لوی ناصح او خطیب او امام و ، احمد غزالي هم لوی زاهد او عالم و هغه به خپل لمونځ د جومات پرځای کور کې کاوه.

یوه ورځ محمد غزالي خپلې مور ته وویل مورې!  خلک راته وایي چې ته دومره لوی خطیب ناصح یې او امام هم یې ددې باوجود ستا ورور پر تاپسې لمونځ نه کوي؟
مورې!  ته مې ورور ته ووایه چې هغه ماپسې لمونځ کوي!

مور احمد غزالي را وغوښت او نصیحت یې ورته وکړ ، ول سمه ده ، د لمانځه وخت شو محمد غزالي امامت ته وړاندې شو او احمد غزالي یې مقتدي شو ، یو رکعت وشو کله چې دوهم رکعت ته پورته شول احمد غزالي لمونځ مات کړ له جومات څخه د باندې راووت.

لمونځ پوره شو امام غزالي چې وروسته وکتل ګوري چې احمد غزالي نشته ډېر زیات پرېشان شو ، په ډېر غمجن او مات زړه کور ته راغی ، مور ورته وویل ځویه ولې دومره پرېشان یې؟

ده وویل مورې!
که ورور مې جومات ته نوی تللی ډېره به ښه وه ، نن جومات ته راغی یو رکعت لمونځ وشو په دوهم رکعت کې یې لمونځ مات کړ را ووت ، ځان ته یې لمونځ وکړ.

مور هغه را وغوښتل ورته ویې ویل ځویه!  ولې دې داسې وکړل؟  احمد غزالي وویل مورې! ماپه ده پسې اقتداء وکړه اول رکعت خو یې سم وکړ ، لیکن په دوهم رکعت کې یې د الله تعالی طرف څخه توجه بل طرف ته ولاړه نو ځکه مې ده پسې لمونځ پرېښود ، لمونځ مې ځان ته وکړ.

مور یې له محمد غزالي څخه وپوښتل چې دا څه وجه وه؟  هغه وویل چې مورې!  دا سمه خبره ده ، ما تر لمانځه وړاندې د فقهې کتاب لوستل د نفاس څه مسائل مې څېړل چې کله مې لمونځ شروع کړ اول رکعت مې الله تعالی ته په توجه وکړ ، په دوهم رکعت کې مې ذهن هغو مسائلو طرف ته ولاړ لږ ساعت مې ذهن هلته مصروف شو ، ځکه زما څخه دا تېروتنه وشوه.

مور یې په دغه وخت یوه یخه ساه واخیسته او ویې ویل:  افسوس په تاسو دواړو کې یو هم زما په تول پوره نه شو!
ددې خبرې په آورېدو دواړه وروڼه حیران شول ، امام محمد غزالي خو فورا بښنه وغوښته ول مورې زما څخه غلطي وشوه ماته داسې نوو پکار.

احمد غزالي وویل چې مورې ماته خو دکشف په وجه معلومه شوه نو ځکه مې لمونځ مات کړ ، نو زه ولې ستا په تول پوره نه یم؟
مور ورته وویل یو په لمانځه کې مسائل څیړي او دا بل د شا لخوا د هغه زړه ته ګوري ، تاسو کې خو یو هم الله تعالی طرف ته متوجه نه یاست!  نو تاسو ځکه زما په تول برابر نه شوی

دواے دل صفحہ ۲۱۱

اللهم صل وسلم علی سیدنا محمد وآله وعترته بعدد كل معلوم لك

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx