نظــر

جلال الدین حقاني د جهادي ثبات دنګ منار

خالقيار احمدزی

کله هم چې مونږ د پروني تاریخ څپرکي را اړوو، نو د جلال الدین حقاني رح جهادي وړتیا عزم، ثبات او متانت راته د یوه لوی قهرمان په څیر په مخکې پروت وي.

له ځانګړنو یې یوه داوه چې خپل مسیر ته یې د یوې معاملې، د ګټې وټې کاروبار او یوه تجارت په توګه نه کتل؛ بلکې ترپایه ورته د یوه سپیڅلي عبادت په توګه ژمن پاتې شو.

امتحانات او آزموینې پر هر صالح بنده په ځانګړي ډول پر هغو چې الله ج ته زیات نږدې وي، راځي؛ خو وروستي جهادي یون کې څومره ابتلاوې چې حقاني صاحب او د هغه کورنۍ وګاللې، بې مثاله وې.

د څلور زامنو شهادت، د کشري او زړه ته ورتیر زوی بندي کیدل،له کور او کلي لرې د مهاجرت شپې او د یوه داسې جهادي ډلې مشرتوب چې د نړۍ ټولو استخباراتي ادارو خپل ټارګیټ ګرځولې وي؛ هغه څه دي چې نه یواځې ستر زړه غواړي ، بلکې د یوه داسې چا قیادت ته هم اړتیا لري چې هغه باید د ابوعبیده ابن الجراح، طارق ابن زیاد او محمد بن الفاتح په تګلوري روان وي. او د امت هغه سترګې ښایي اوسني پیر کې د حقاني رحمه الله نه پرته بل چا باندې یخې نه شي.

یوه بله ځانګړنه چې د خالد ابن ولید وه هم په حقاني رح کې یې اثر ښکاري او هغه هم داچې د ژوند ترپایه یې جهادي هڅې، خو بیا هم د نه ماتیدونکې الٰهي تورې په څیر یې چا د وژنې افتخار ونه ګاټه، بلکې خپل روح یې له هغې ناروغي نه چې درلوده یې، خدای ج ته وسپاره.

هو! هغه ریښتینی سپه سالار وه، هم یې د خپل برم عزت وساته، هم یې د افغانانو جهادي وړتیا نړۍ ته وښوودله او هم یې نړیوالو جهادي ډلو ته د اسلامي اخوت او جهادي تګلارو رڼې او ژوندۍ بیلګې وړاندې کړې.

حقاني رحمه الله دا وکړل چې خپل هیواد کې یې نړیوال استکبار ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، هغوی یې د طالب سره مذاکراتو اړ ایستل او له هغوی یې د طالبي تخم ورکونې شعاري هیلې هیرې کړې.

حقاني صاحب،  د جهادي څپو خوځښت د هیواد یاغي باغي شمالي څنډو ته ورساوو، تر بدخشانه او پنجشیره یې مبارزینو فتحې راخپلې کړې او د هغوی فکري شننې یې ور شنډې او چلنج کړې چې د طالب مبارزه یې د هیواد تر یوې برخې او قوم محدودوله.

حقاني رحمه الله نه یواځې د اسلامي امارت د مجاهدینو یو واحد فکري سنبول رامنځته کړ، بلکې په ټوله کې یې د اهل علم مخالفینو ته هم خپل نمونوي اتحاد په ډاګه کړ.

حقاني تر ټولو هغو نام نهاده القابو لوړ دی، کوم چې د کابل اداره یې د خپلو مرورو او پخلا زورواکو جنګیالیو لپاره غوره کوي.

حقاني په لویه کچه مخالفین هم درلودل، خو د څیړنو او ارزونو له مخې غوڅ اکثریت یې هغوی وه /دي، چې د امریکایي او روسي یرغل حامیان وه او له بیګانه ملیشو سره د مبارزې له امله یې حقاني او د هغه فکر غانده/غندي.

حقاني د افغانستان د آزادي تر څنګ د ښیرازي، بیارغونې او اسلامي نظام د بقاء هیله زیاته درلوده او له همدې امله یې ځان د نورو په خلاف هیڅ راز دولتي امتیاز ته تسلیم نه شو کړای.

که څه هم حقاني یوه نه راګرځیدونکې تاریخي څیره بللی شو، خو توقع داده چې د نوموړي پاتې زامن، فکري او جهادي ملګري او د نوموړي کورنۍ دا مسیر د هغه رحمه الله د آرمانونو مطابق مخته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ګوره ګرانه! شوروی یو استعمارګر او زموږ په حق کی یو متجاوز او یرغلګر هیواد ؤ. د شوروی د یرغل په وړاندی منفی مقاومت د هر افغان ملی او ایمانی وظیفه وه او بېله یو څو بې ایمانه او وچو پرچمیانو بل هیڅ صالح افغان د شوروی یرغل او شوروی بدو او شومو موخو ته په ښه سترګه نه دی کتلی او د شوروی په وړاندی د هر جنګیالی خالصانه وسله واله او فکری او جیبی او لسانی او قلمی مبارزه د سختی ستائنی وړ ده. امّا یوه فقهی پوښتنه: د مرحوم جلال الدین حقانی د شوروی ضد وسله واله… نور لوستل »

غوربندي

غلام حضرته

ته ولې په پټو سترګو د جلال الدین حقانی کړنې ظالمانه ګڼې؟؟؟

کوم کارونه یې ظالمانه وو؟؟؟؟

ته د مزاری روح خوشحاله کړه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx