افغانستان

غزني کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت ځايي چارواکي وایي، د غزني ښار اړوند «نواباد»نومي سیمه کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې او تر لسو زیات کسان يې ټپيان کړي.

دیاد ولایت د ولایتي شورا غړي « حسن رضا یوسفي» صبح کابل ورځپاڼې ته ویلي، چې د «نو اباد» سیمې اوسېدونکو د هغو بې نظمیو او ګډوډیو په غبرګون کې لاریون کړی وو، چې تېره ورځ په یاده سیمه کې د احمد شاه مسعود د تلین نمانځلو په مهال یو شمېر کسانو رامنځته کړې وه.

نوموړی که څه هم په ډزو کې د ټپي شویو لاریون کوونکو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري؛ خو په خبره يې «تېره ورځ د احمد شاه مسعود یو شمېر پلویانو کاروان را ایستلی وو، او بې نظمي او ګډوډي يې جوړه کړې وه، چې په نو اباد کې له ځایي خلګو او امنیتي ځواکونو سره په شخړه واوښتل، دوی له شخړې وروسته د تګ په مهال د ځايي خلګو د یو شمېر موټرونو شیشې ماتې کړې او زیان یې ورته واړواه.»

د یوسفي په خبره، ځایي پولیسو د نننۍ لاریون د تیپ پرک کولو په موخه هوایي ډزې وکړې؛ چې له امله یې یو شمېر کسان ټپيان شول.

ورته مهال د ولایتې شورا یوه بله غړې «فاطمه رحیمي» بیا وایي، چې امنیتي ځواکونو په لاریون کوونکو مخامخ ډزې کړې او ۱۷ تنه یې ټپيان کړي.

د رحیمي په خبره، ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او د اوس لپاره لاریون پای ته رسېدلی.

بل لور ته غزني کې د «شمله» په نوم یوې محلي راډیو خبر ورکړی، چې د پولیسو په ډزو کې لس تنه ټپيان شوي چې له منځه یې د دوو تنو روغتیایي حالت نازک دی.

د غزني امنیتي چارواکو د  پېښې په اړه لا هم څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x