افغانستان

د سلام رادیو خبریال رحیم سکندر له نیولو میاشت تیریږي؛ خو برخلیک یې لاهم څرګند نه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): په خوست کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې دفتر وايي، یوه میاشت پوره کیږي چې د سلام رادیو خبریال رحیم سکندر د ملي امنیت په زندان کې له ناڅرګند برخلیک سره تیروي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خوست څانګې مسئولین په دې اند دي چې رحیم سکندر په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت په تور د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی.

په خوست کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دفتر مسئول سیف الله حیات رسنیو ته ویلي: «د سلام رادیو خبریال رحیم سکندر د فیسبوکي فعالیتونو په تور د ملي امنیت لخوا نیول شوی، زمونږ غوښتنه داده چې دغه موضوع دې د رسنیزو سرغړونو په چوکاټ کې تعقیب شي.»

د رحیم سکندر د کورنۍ غړي هم شکایت کوي چې نوموړی څرنګه د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی.

د هغه مور شمال ګله بي بي داسې وايي: «څه ګناه یې کړې، په کوم جرم بندي شوی، د سکندر ګناه معلومه نه ده.»

د محمدرحیم سکندر مور او بچیان
د محمدرحیم سکندر مور او بچیان

د ملي امنیت لخوا د نیول شوي خبریال رحیم سکندر ورو صدیق الله هم حکومت د بې ګناه ورور په نیولو ملامت ګڼي او وايي، چې د ورور د سکندر څو ماشومان بې سرپرسته دي.

له بل پلوه د سلام رادیو چارواکي هم له ملي امنیت نه په دې اړه سپیناوی غواړي چې رحیم سکندر یې ولې بندي کړی دی؟!

د سلام رادیو د خبر څانګې مسئول شاه حسین رسولي د موضوع په تړاو داسې وايي: «مونږ ته دې ځواب راکړي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي سکندر د فعالیتونو په وجه یې داسې غبرګون ښودلی؟ آیا دا معقوله ده.. او که نه وي بیاهم باید ځواب ووايي او په اوسنیو شرایطو کې (چې مونږ ژوند کوو، د ځینو ارزښتونو موضوع مطرح ده) د یو خبریال د بندي کولو لپاره داسې د داسې پلمو پایله به څه وي»

د سلام رادیو خبریال او د ټولنیزو رسنیو فعال چې د حکومت په یو شمېر کارونو یې نیوکې کولې، کابو یوه میاشت مخکې په خوست ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د محکمې له حکم پرته نیول شوی او تردامهاله یې کورنۍ او ملګرو معلومات نه دي ورکړل شوي.

د خوست د ملي امنیت ریاست او نور حکومتي چارواکي هم په دې اړه څه ویلو ته نه حاضریږي، چې یو خبریال یې ولې د محکمې له حکم پرته له یوې میاشتې څخه زیاتې مودې لپاره په بند کې ساتلی دی.

رحیم سکندر لومړنی خبریال او فعال نه دی چې د ملي امنیت لخوا له د ټولنیزو فعالیتونو په تور نیول کیږي، بلکې په تیرو اتلسو کلونو کې سلګونه خبریالان او درسنیو فعالان د ملي امنیت لخوا په بېلابېلو پلمو نیول شوي، ربړول شوي او شکنجه او ځینې وخت لا ترور شوي هم دي.

دوه میاشتې وړاندې په زابل ولایت کې یو سیمه ییز خبریال محبوب الله حکیمي هم د ملي امنیت لخوا تر نیولو او شکنجې وروسته د یوې جعلي تبصرې په تور د بښنې جبري ویډیو خپره او بیا خوشې شو، چې د رسنیو د ملاتړ ټولنې او ګڼو خبریالانو د ملي امنیت دغه کړنه وغندله او د بیان آزادۍ سره په ټکر کې عمل وبللو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x