افغانستان

ارګ: ټول طالب بندیان مو خلاص کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې طالبان وایي، مذاکراتي ټيم یې خبرو ته اماده دی؛ خو د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې، ارګ یادې څرګندونې ردوي او ادعاء کوي، چې د طالبانو له لوري د ورسپارل شوي لست سره سم یې ټول زندانیان خلاص کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وړمه ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چې د طالبانو بندیان لا هم پاتې دي چې د خلاصون په اړه یې خبرې روانې دي او کله چې یاده پروسه بشپړه شي، مذاکرات به پیل شي « کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زمونږ مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی.»

ورته مهال طلوع نیوز بیا د ارګ د ویاند «صدیق صدیقي» له قوله لیکلي «په اوسني وخت کې هیڅ داسې طالب زنداني له موږ سره نشته، چې نوم یې دې د طالبانو په لست کې وي، زموږ تمه داده چې طالبان ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تر دې وړاندې ارګ ویلي وو، د شپږ تنه طالب بندیانو په اړه یې له یو شمېر هغو غربي هیوادونو سره خبرې روانې کړي، چې د یادو بندیانو په اړه ملاحظات لري.

د ارګ له لوري د طالب بندیانو په اړه پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یو قوي ټیم ګمارلی او په بیا  بیا یې ټینګار کړی چې د بندیانو له خلاصېدو سره جوخت تیار دي مذاکرات پيل کړي.

تر دې وړاندې داسې تمې وې، چې روانه اوونۍ د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته روان شي؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له امله لا هم یاد پلاوي دوحې ته سفر نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

درواغجنه ! تا دی خدای ووهی چی ټوله بندیان خلاص سول ؟
که دی نا مرادو خدای پیژندلای ـ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx