واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

چین طالبانو ته د سولي په بدل کي د سړکانو د جوړولو بلنه ورکړېده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): فاینانشل ټایمز د سپټمبر پر ۸ مه د دوو باخبره پاکستاني قبایلي مشرانو په حواله لیکي چین طالبانو ته بلنه ورکړېده چي که چیري د امریکايي عسکرو تر وتلو راوروسته په افغانستان کي سوله قایمه کړي، چین به د طالبانو لپاره د عمومي سړکانو شبکې جوړي کړي. 

دې دوو قبایلي مشرانو فایناشل  ټایمز ته ویلي چي بېجینګ طالبانو ته وعده ورکړې ده چي د افغانستان په زیربنايي پروژو کي به د پام وړ پانګونه وکړي. هغوی وايي چي درې میاشتي کېږي چي پدې اړه د طالبانو او چینایانو تر مینځ په بېجینګ کي خبري رواني دي. 

هغوی وايي چین دغه راز د طالبانو سره وعده کړېده چي د افغانستان د برق په تولید کي به هم مرسته ور سره وکړي، او هم به د افغانستان له لاري د مرکزي اسیا د ګاز او تیلو د انتقال په برخه کي کومک وکړي.

د پاکستان د بلوچستان یو قبایلي مشر وايي چین له طالبانو سره د شپږ خطه سړک د جوړولو ژمنه کړېده. د سړکانو دا شبکې به د افغانستان ستر ښارونه سره وصل کړي، او له تجارت سره به مرسته وکړي. 

فاینانشل ټایمز لیکي د پاکستان یو عالي رتبه دپلومات د طالبانو او چین تر مینځ ملاقات تصدیق وي.

د امیني چارو ماهر جمېز ډورسي وايي«چین د افغانستان په اړه مخکي له مخکي فکر کوي، او د آینده لپاره زمینه سازي کوي. چين د خپلو ګاونډیانو سره خپلي اړیکي پراخوي، او افغانستان د چین د ګټو په مدار کي راځي.» 

فایناشل ټایمز لیکي چین طالبان سولي ته هڅوي. چین طالبانو ته وايي چي په افغانستان کي سوله به اقتصادي ګټي ولري. طالبان پوهېږي چي چین نه یوازي اقتصادي او مالي امکانات لري، بلکي د افغانستان د بیاودانولو لپاره انګیزه هم لري. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بیا نو طالبان څه بلا وهلی، خو زر تر زره دی سوله وکړی. کچیری داسی وشی بیا به طالبان هغه خپل له لاسه تللی حیثیت بیرته تر لاسه کړی. اوس خو طالبان د خلکو منځ کی په تروریستانو، ###، او انتحاریانو شهرت لری او خلک بالعموم بیا د ښارونو خلک ور څخه نفرت کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx