افغانستان

دولتي عسکرو په غزني کې پر یوې دیني مدرسې هوايي بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو پر یوې دیني مدرسې او د خلکو په کورونه هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴ تنه ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو نن د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د دهیک ولسوالۍ په «الوخیلو» سیمه کې د ملکي خلکو پر کورونو او یوې دیني مدرسې سخته بمباري کړې، چې په ترڅ کې یې یاده دیني مدرسه او د خلکو د استوګنې ۲ بابه کورونه نړېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې په دغه هوايي برید کې یوه میرمن وژل شوې او ۳ تنه نور ملکیان ټپيان شوي دي.

«نن ماسپښين د غزني ولایت دهیک ولسوالۍ اړوند الوخیلو سیمه کې مزدور دښمن د ملکي خلکو په کورونو اویوه دیني مدرسه وحشیانه بمبار وکړ، چې له امله یې یاده مدرسه او۲ کورونه تخریب شول. همداډول یوه ښځه په شهادت ورسیده او ۳ تنه عام کلیوال ژوبل شول.»

دا په داسې حال کې ده، چې دولتي ځواکونو په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې پر ملکی اهدافو او دیني مدرسو ړندو بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوې ده.

تیره ورځ دولتي عسکرو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د توپچي ډزو په وسیله د خلکو په کورونو بریدونه کړي وو، چې له امله یې د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ملکیان وژل شوي وو.

ددې ترڅنګ وړمه د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په شاه محمود کلي کې هم دولتي عسکرو پر یوې دیني مدرسې د هاوان توغندي ویشتلي، چې له امله یې ۱۲ تنه ماشومان زده کوونکي ټپيان شوي وو، په ورته مهال یوه بله پېښه کې درې ورځې وړاندې دولتي عسکرو د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې د قران کریم د زده کړې یوه دیني مدرسه بمباري او ۱۰ تنکي ماشومان چې ټول د مدرسې شاګردان وو ټپیان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx