نظــر

درباري مفتي؛ د حرم د منبر او محراب اشغالګر

م رحمت نړیوال

څو ورځې مخکې متحده عرب اماراتو اسرائیل په رسمیت وپېژندل او ورسره جوخت د سعودي عرب پر فضا د دوی په اجازه  د اسرئیلو یوې الوتکې پرواز وکړی.

دې کار په عربي نړۍ کې په ځانګړې توګه پر سوشل میډیا سخت غبرګونونه را وپارول،چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته ددې حس وسو نو سمدستي یې د جمعې په ورځ و خپل درباري ملا د حرم شریف د منبر او محراب اشغالګر شیخ عبدالرحمان سدیس ته یوه لیکلې خطبه ورکړه چې شیخ د خپل فصاحت او بلاغت په ملتیا له قرآن او حدیث څخه په تحریفوي ډول له اسرائیلو سره اړیکه روا بلکې ښې او مستحب درجې ته ورسوي.

د شیخ سدیس خطبه/بیان به تاسي اورېدلی وي یا به یې واورئ،نوموړی د اسرائیلو سره اړیکې رغول روا بولي او هیڅ شرعي او سیاسي ستونزه نه پکې ویني،نوموړی له اسرائیلو سره پر اړیکو جوړولو د قرآن له دې آیته استدلال کوي: لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وٓ تُقسطوا إليهم إن الله يحب المقسطين.

خو زه نه پوهېږم چې نوموړی 《لم یقاتلوکم》 څنګه تشریح کوي؟ د بیت المقدس اشغال قتال نه ګڼي؟ که فلسطینان مسلمان وروڼه نه بولي؟
نوموړی زیاتوي: کله چې رسول الله ﷺ له دنیا کوچېدی زغره یې د یؤه یهودي سره پرته وه.

منم ښاغلې! خو حیران دېته یم چې دا خبره دې ذهن ته درځې چې د وفات وخت کې د رسول الله ﷺ زغره د یؤه یهودي سره وه خو دا دي ولې ذهن کې نه درځې چې رسول الله ﷺ فرمایي: أخرجوا الیهود من جزیرة العرب.

ښکاره خبره ده چې دال میں کچھ کالا ہے
معلومه ده چې ته یؤ درباري مفتي یې څه چې درته لیکل کیږي همغه وایې،ستا هغه خبرې اوس هم پر یوټوب شته دي چې د بیت المقدس دفاع دې جهاد بلله او له اسرائیلو سره اړیکي جوړوونکي دې تنقیدول.

هو هغه وخت سعودي له اسرائیلو سره وران ؤ دا چې اوس د سعودي او اسرائیلو په اړیکو کې بدلون راغلی، تر منځ یې خواخوږي پیل سوې ورسره سم ستا دریځ هم بدلون خوړلی،داسې نه ده چې هغه وخت ته ناپوه وې اوس پوه سوې او نه داسي ده چې د سعودي د موقف له بدلون سره تېر احکام منسوخ سوي.

العیاذبالله

الله دې نور دا مقدس محراب او منبر ستا له ناپاک شتون څخه خالي کړي.

و ماذالک علی الله بعزیز

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

شریکه
ته اوس پوه سوې چی د حرمین خطیبان د انګرېز او یهودو د مزدور ( ابن عبدالوهاب) مریدان دی؟

جمیل

دا هغه دی چی په لږ بیه د الله تعالی آیتونه پلوری .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx