لیکنېنظــر

انقطاع که تداوم

د میرویس الفت، عبدالباقي خوګیاڼي او غلام نبي ګل راټولونه

که څه هم د اوربند خنډ لا مخې ته پروت دی په بین الافغاني مذاکراتو کښې د افغانستان د حکومت د دریځ عمومي ملامح د حنیف اتمر په خوله را څرګند شول. فکر کیږي چې دې دریځ په قوي احتمال له هغې ورځې چې امریکایانو او د هغو جنګ ته لیواله حشرباڼو د افغانستان حکومت ته د خپلی بی وسی او نا چارۍ واضحه او یا ضمنی اطلاع ورکړی په قرار قرار او مړه اور اوسنی شکل اخستی دی.

د دی سوپ تشکیلونکی عناصر دا دی:
• د افغانستان د اسلامی جمهوریت د هویت ساتنه
• د قانون اساسی حفاظت او د نظام دوام
• د افغانستان د موجوده بیرغ احترام
• د امریکا او د ناټو غړو هیوادونو سره د روابطو تداوم او حفاظت. (ستراتیژیک تړونونه)
• د خارجی جنګیالیو وتل.

دا چې طالبان د امریکایي او نورو خارجي عسکرو وتل غواړی نو حکومت هم د خارجي  جنګیالیو د متناظر (سیمتریک) خروج په باره کښې خپلې غوښتنې لري.

د قرضو اقتصادي بلا چې د امریکې د حکومت او ولس ملا غبرګه ور ماته کړې او په نړۍ کښې یې د امریکایی سوپرماسۍ د ساتلو او د چین سره د سیالۍ توان  په دوامداره ډول او هغه هم د کلونو راهیسی د شلوونکو ضربو لاندی نیولی  د امریکایی سکلیټ  فولادي هډوکي کلونه پخوا وراسته کړي وه.

په افغانستان او عراق بربنډو  نظامي تیریو، په سوریه او لیبیا کښې نظامي ښکیلتیاوو او د کونسیومریزم پر بنسټ  د ولاړو اقتصادی پالیسیو شدید تعقیب د امریکی د اقتصادی ډانچی  پاخه بنیادونه سم او ښه سخت ولړزول. دی ټولو او بالاخره د کورونا مرګانی ضربو د یکه تاز او سړی خوړونکی استکبار سد سر ته را ووست.

د پښتنو په اصطلاح  که څه  هم لږ نا وخته  خو وپوهیده چی که غر لوړ دی ،د پلی روان لاروی د پښو لاندی ذلیل او بی حرکته غزیدلی پروت دی.

د قرضو د درانده بار داندازی لګولو لپاره  یواځی  همدومره ویل کافی دی چی یواځی د ټرمپ په دوران کښی تراوسه تقریبآ اوه ټریلیونه ډالر د امریکی د فدرال حکومت په زړو قرضو ورزیاتی شوی دی. د قرضو ګراف په سرسام اور ډول سره صعودی سیر خپل کړی او ورځ تر بلی اسمان ته پورته کیږی . خبړه دی ځای ته رسیدلی ده چه نور نو هیڅ  ریئس جمهور فرق نه کوی چې دیموکرات وی که جمهوري خواه  د افتونو په دغه هیواد کښی نه شی کولای  په خپلو تصامیمو کښی د امریکایی  ژوند دا خړ او غمګین اړخ له نظره وغورځوی.

د افغانستان د حکوت پورتنی ذکر شوی موقف د کوم رسمی سند څخه نه دی اخستل شوی بلکه د یوی معتبری رادیو رپورټ دی چی د کموالی او زیات والی اویا هم د جوهری او کمی تغیراتو احتمال په کښی  نه شی ردیدلای. په هر صورت  فعلآ فکر کیږی چی همدا نقاط په یو نه یو شکل د مذاکراتو د ملا تیر جوړوی.

میتودولوژی:
د جامع او هر اړخیز درک له پاره پورته پنځه نقاط تر عمیق غور او مداقی لاندی نیسو، د مشترکو وجوهاتو له تشخیص او تحدیده وروسته خپل استنباطات  د تعقل د ملکی څخه  په استفاده د لوستونکو مخی ته ږدو. البته هغوی چی د تعقل عنصر د شناخت لپاره د یوی وسیلی په حیث نه منی او یواځی په تجربه، روایت او یا کوم بل روش اتکا کوی لیکنه مخکی له لوسته باطله دانۍ ته غورزولای شی.

واضح ده چی يو ښه تحلیلی رپورټ د روایت، درایت او مشاهدی یوه متناسبه مجموعه ګنل کیږی. متاسفانه په دی رپورت کښی اسنادو ته د نه لاس رسی له وجهی د روایت جزوه ډیره ضعیفه ده.

۱ . په څلورو لمړیو نقاطو کښی د حفاظت مفهوم مشترک او واضح دی. پنځم عنصر چی د خارجی جنګیالیو وتل دی د څلورو لمړیو نقاطو د بهتر تحفظ له پاره  ضروری تشخیص شوی دی.

د حفاظت  مفهوم مونږ ته را ښیی چی دا ستراتیژی یوه دفاعی ستراتیژی ده چی په خپل وار مونږ دی پایلی ته رسوی چی  د کابل د ستراتیژی فصول او فروعات د مقابل لوری د درک شوو اهدافو په اضدادو کښی ولټوو. په دی صورت کښی واضح ده چی ابتکار او نوښت د مقابل لوری په لاس کښی دی.

د ستراتیژۍ طراحان  د خطر احساس کوی او همدا نقاط تر خطر لاندی بولی.  فکر کیږی چی دا معلوماتونه د امریکایانو او د طالبانو دمذاکراتو په دوران کښی د رسنیو او یا هم د امریکایی مرکچیانو یا مرکچی له لاری په هغو مختلفو میټنګونو چی  د کابل له حکومت سره یی درلودل  حکومت ته رسیدلی وی.

باید وویل شی  چی د مذاکراتو د موفقیت له پاره د مقابل لوری په غوښتنو ځان پوهول او په هماغه نقاطو تمرکز کول ډیر اړین  دی . د ناسمو معلوماتو په  بنسټ دستراتیژیو جوړول د وخت او منابعو ضیاع ده او  د ریګو په دشت کښی د لامبو مثال لري.

پوهیږو چې د هغو ستراتیژیو هدف چی په عکس العمل  بنا وی فقط د عمل خنثی کول ،د حریف ماتول او دخپل قدرت ساتل دی . د سیاست غربی مفهوم  چی د قدرت په محورڅرخی همدا دی. صلحی ته رسیدل او یا د مملکت  عالی ګټی ثانوی ارزښت لری.

۲. که د دی پنځو نقاطو خپل منځی ارتباط تر کتنی لاندی ونیسو نو په څرګند ډول لیدل کیږی چی د دوی تر منځ لازمه هم اهنګی شته چی د موفقیت په صورت کښی یی نتیجه غالبآ د نظام او ساختار دوام او د مقابل لوری د موجوده  زیاتیدونکی نفوذ  په ټپه دریدل او حتی د انحطاط او زوال پیلامه ده.

د طراحانو په باور د غرب د حد اقل حمایت یعنی دموجوده مالی مرستو  ۵۰٪  او حتی د مطلق نبود په صورت کښی  هم دا ستراتیژی داسی یوه برنامه ده چی د سقوط په غاړه ولاړ نظام ته  د  نجات  وروستۍ لاره بلل کیدای شی.

د پنځو ذکرشوو نقاطو تر منخ تناقض نه لیدل کیږی او داسی  ښکاری چی د یو سیاسی  مکتب (ناسیونالیزم) له عقیدوی ټولګی سره ژور ارتباط  لری. د هیواد دفاع ، د نظام دفاع، د هویت دفاع، د بیرغ احترام او د خارجی جنګیالیو خروج ټول ناسیونالستی رنګ لری. د دی ستراتیژۍ طراحان غواړی دا ځل د علم، تعلیم، ترقۍ، ازادۍ او ورته شعارونو تر پوشش لاندی د قدرت د ساتلو( هغه قدرت چی استعمار ته د خدمت په بدله کښی ورکړ شویی دی)،  خوری وری هڅی او «وحشیان د مخلوقات » ، چی بعضی یی  د خوراک په لټه کښی  په خپله  د ماهیانو خوراک شول ، تنظیم او بسیج کړی.

د غربی قواو دخروج په صورت کښی حکومت بی له دی چی ناسیونالیزم ته مخه کړی بله چاره نه لری. فکر کوی چی په دی وسیله جنګی جهنم ته دسونګ تنکی زلمی برابرولای شی. باید وویل شی چی ناسیونالیزم په افغانستان کښی لږ یا ډیری ریشی لری خو ّهغوی چی نن سبا د ناسیونالیزم له پودیم څخه غږیږی په هیڅ وجه د ناسیونالیزم دفکری جریان نمایندګی نه کوی.

دوی(مشران یی)تر بل هر چا ډیر د غرب د منا فعو مدافعین  او د هغوی د پلانونو تطبیقونکی دی. د دوی او دهغوی چی تازه دا مکتب خپلوی شل کلنه سابقه دا په ډاګه کوی چی دوی ته وطن د سیاسی قدرت په مقابل کښی دتناره د لتی حیثیت هم نه لری. په حکومت کښی اشتراک ، دشیکاګو د اقتصادی مکتب د شرمیدلوپالیسو تطبیق( ازاد بازار، دعامه ملکیتونو او خدماتو خصوصی کول، د دولتی تصدیو له منځه وړل  او نور) ، په فساد کښی ښکیلتیا، د مقام او چوکۍ  له پاره د دریځ بیا بیا بدلول او بالاخره د استعمار مالی داړو ته  د شخوند توکی برابرول  په غالب ګمان ددی باعث شوی  دی جی د افغان ملت طرفداران په وار وار  له مرکزیت سره خپل پریکون رسنیز کړي.

دا حزب چی  په نظری لحاظ  د استعمار په ضد تعریفیدلای شی د نورو ډیرو په څیر د استعمار په پخ کړی سوپ کښی تر هډوکو ذوب شوی او پاتی یی اوس ناسیونالستی شعارونه د دروغجنو او دیماګوژیکو خطابو په جمله کښی د اور کری ته (حطمه)  د غورځولو بولی.

۳. ستراتیژۍ ته دریم نظر په ډاګه کوی چی لمړی او دوهم نظر متضاد نظرونه نه بلکه په اسانی دجمع وړ دی . د طراح په فکر کښی د خارجی قواو له خروج څخه وروسته هم نظام باید په داخلی او خارجی ابعادو کښی دوام  ومومی.

مقابل لوری ته په قدرت کښی د سهم او یا د اپوزیسیون په حیث د ازاد رول لوبولو دروازی خلاصی پریښودل شوی او طالبان ازادی  لری چی دخپلی خوښی  دتسلیمۍ ماډل په خپله تعین کړی . هغه ماډل چی حکومت یی د طالبانو له پاره په فکر کښی لری د حکمتیار د انضمام ماډل دی . پو څو چوکۍ، دتورو شیشو يو څو موټر، دفتر یا دفترونه ، په ښار کښی په کش او فش تیریدل او څه  نور چی د هر ذهن  د تقدیر او اندازی خبره ده.

د يوې نظريې او یا نظریاتي ټولګې په خاص ډول د داخلي مارکیټینګ او عامه هضم له پاره اړینه ده چی دا نظریه او یا نظریاتی ټولګه په یوه تاریخی  پطنوس ( ظرف) کښی خلکو ته وړاندی شي.

په تاریخی ریشو  د یوی مفکوری د سنبالولو او ښایسته کولو څخه مقصد دادی  چی مبلغ داښی چی دی دکوم نوی څیز معرفی کونکی نه دی بلکه دده تبلیغات د یو تاریخی او شنا خته جریان او له پخوا پیژندل شوی او منل  شوی حقایقو برخه ده  چی خلکو ته  په تازه فورم کښی وړاندی کیږی او دسوال لاندی راوستل یی یواځی له تاریخ څخه دبی خبرو کار دی. په دی دول طراح غواړی د ټولنی د محافظه  کار خصلت چی د تغیر دنا معلومو پایلو څخه په ویره تعبیریدای شی د مقاومت او ممانعت مخه  مخکې له مخکې ډپ کړی.

دستراتیژۍ دا بعد په پنځو نقاطو کښی نه ښکاری خو مونږ کولای شو په تیرو دوه کلونوکښی داسی واقعات دمثال او بیلګی په توګه لوستونکو ته وړاندی کړو چی په دی لار کښی د منظمو هڅو ښکارند ویی کوی.

د بیرغ د ورځې نمانځل په کابل، کندهار او جلال اباد کښی د سترو بیرغونو پورته کول او رپول.

دازادی  د کلیزو دورځو په  رسمی مراسمو کښی برعکس د شاهی دوران د نادرخان تتول او د امان الله خان ځلول.

د کابل په ښار کښی د امان الله خان د عکس تر پخوا زیات تر سترګو کیدل.

سټالونه، موټری او حتی د ماشومانو مخونه د فرانسوی کلچر په تقلید د دری رنګه بیرغ په رنګونو رنګول.

له بیرغ څخه د خولیو،کمیسونو او سربندونو جوړول او نور.

پدی وسیله  طراح کوشش کوی چی د اوسنی حالت او دامان الله  دزمانی تر منځ یو کوږ او کیڼ مشابهت رامنځته کږی. لوستو خلکو خو نن  سبا دا هم حافظی ته سپارلی ده چی د نن دری رنګه بیرغ په ۱۹۲۸ کال کښی دامان الله په دوران کښی دلمړی ځل له پاره پورته شو.

هدف دا دی چه طراح غواړی چی خلک دی د امان الله او مقابل لوری د ګوډ ملا په  جامو کښی وګوری. او د نن جګړی ته د علم او جهل، د ازادۍ او غلامۍ، د مکتب او مدرسۍ، د پیشرفت او رجعت د جګړی شکل ورکړی. او که جګړه حتی د ۲۰۲۴ کال تر پایه ونه ګټل شوه ګټلی حساب ده. ځکه هدف د اوسنۍ پنځه کلنی دوری پوره کول دی نه پایداره او دایمی صلح.

۴.  د ستراتیژۍ د مالی بعد په باره کښی څه کره اسناد په اختیار کښی نشته. دا مبلغ چی تقریبآ دموجوده مصارفو ۵۰٪ ته  (دوه میلیارد ډالره ) رسیږی د داخلی عوایدو، بانکی ذخایرو، او معادنو د فروش له لاری چی د عوایدو معلومی منابع دی تمویلیدلای شی. یو بین المللی کنفرانس هم افغانستان ته د مالی منابعو د تهیی په منظور په کوم اروپایی هیواد کښی په راتلونکو څو میاشتو کښی  راغونډیږی. ممکنه ده چی هلته  معلومه شی چی په مالی میدان کښی د امریکی خلافت  ته   کاندید څوک دی اوکه امریکا اوس هم غواړی د افغانستان د حکومت جنګی ماشین ته بیا هم په خپل ځاان د لا زیاتو  قرضو   د بارولو له لاری د سوخت مواد برابر کړی. په هر صورت د ستراتیژۍ د مالی بعد مساله مونږ ته واضح نه ده. خبر نه یو چی انکل سام له کومی کڅوړی کله او څومره شنی ګتی   مستقیمآ  په خپله او که د کوم بل ښکاره او یا پټ اتحادی له لاری د جګړی ددوام په موخه راباسی.

۵ . د ستراتیژۍ د موفقیت  د اندازی لګولو له پاره اړینه ده چی ستراتیژی په خورا غور په خپل مکانی او زمانی بستر کښی مطالعه شی. برسیره پر دی د سترا تیژۍ روابط د خپل لیری او نژدی سیاسی او اجتماعی  خو مرتبط محیط سره دکره کتنی موضوع ده. د تطببیقونکو د انګیزی عنصر او دا چی ایا دا انګیزه داخلی او که خارجی عوامل لری ډیر مهم دی. البته پو هیږو چی د انګیزی دا خلی عوامل تر خارجی عواملو  ډیر موثر او دوام دار وی. ځارجی عوامل د قطع په صورت کښی خپل تاثیرات په هماغه  لحظه کښی  بی له ځنډه  له لاسه ورکوی. د باران په دریدو او د ویالو په وچیدو  شنه او تر او تازه بوټی وچیږی او د وفادارو د وفادارۍ رنګ ورځ تر بلی سپیره او تتیږی. د دی ابعادو دقیقه څیړنه وخت او تر دی اوږدی لیکنی غواړی چی مونږ یی بل چا او یا بل وخت ته پریږدو.

۶.  د ستراتیژۍ مغرورانه او متکبرانه لوست ممکن، ساده اذهانو ته د خوند او لذت څخه ډک  خو د مسؤول لوستونکی له پاره د ا ډول لوست اصلآ لوست نه دی  ځو بیا هم د ضعف د نقاطو تشخیص د کره کتنی برخه ده . مونږ یی په لنډ دول  عمومی ملامج په ګوته کوو.

الف: په تیرو ۹۰ کلونو کښی  دافغانستان بیرغ لږ تر لږه پنځه ځلی تغیر موندلی دی. په نظام کښی تغیر د بیرغ له تغیر سره بی له استثنا صورت موندلی او دی مسالی کومه خاصه توجه نه ده ورجلب کړی او نه یی کوم خاص اعتراض او عکس ا لعمل را پورته کړی دی. دا همزمانه  تغیرات په عامه اذهانو کښی يوه د زړونو تل ته پریوتی عنعنه ګرځیدلی ده. نه تغیر د تغیر په نسبت ډیری پوښتنی راولاړولای شی. خلک د خپلو عنعناتو په ضد تنظیمول، هڅول او را پورته کول خوشی خواری او د شګو نه د پړی جوړول دی.

ب: د بیرغ د ورځی نمانځل کومه تاریخی سابقه نه لری. د دی ورځی نمانځل د یوی عنعنی په حیث او ترسیخ  یی په عامه په اذهانو کښی  د یو رواجی او تقلیدی عمل په توګه  د دوه کلونو کار نه دی. دا کوشش په جنګ کښی د اس تیارولو په معنی دی . روم په یوه شپه کښی نه ابادیږی .
ج:  د بیرغ  په څیر د دولت نوم هم له هر تغیر سره تغیر کړی دی. تاریخ لوستی اصلآ په دی ساحه کښی تداوم له سره  پیژنی نه. عامه اذهان دا تغیرات اصلآ د منازعی او جدل وړ موضوعات نه بولي.

د: اساسی قانون هم د قدرت له تغیر سره تغیر کړی. د ظاهر شاه اساسی قانون، د داود خان اساسی قانون، د خلقیانو اساسی قانون او اوسنی اساسی قانون یی بیلګی دی.  حتی ویلای شو چی د اساسی قانون الغا او یا تعلیق  د هر تغیر له لمړیو اقداماتو څخه ګڼل کیږی. هر نظام هر وخت او هر چیری د خپلی خوښی، ویژن، او ټرمینالوژۍ مطابق اساسی قوانین جوړوی.  په ټولنه کښی جذری سیاسی تغیرات داساسی قانون تغیر ایجابوی . د افغانستان موجوده اساسی قاون څو څو واره د پردیو اوحتی په خپله  د دولت دمشرتابه له خوا نقض شوی دی . تیره پنځه کلنه دوره یی دکتلو وړ بیلګه ده . د قانون په نورو منل او په خپله نقضول  هیڅ معقولیت نه لري.

ه: بین المللی قراردادونه، تعلیق او الغا د هر مستقل دولت د بی مننازعی صلاحیتونو څخه دی. تر دی بله لویه مسخره نشته چی څوک دی دا کوشش وکړی چی د اینده نظامونو له پاره  دی کوم چوکاټ جوړ او یا د خپلی خوښی محدودیتونه وټاکی. دی څرنګه توجیه کولای شی جی د کرزی د مخالفت سره سره د قدرت په لمړنۍ شپه د امریکایانو سره ستراتیژیک تړون امضا کړی. خپل هر څه روا بلل او بل ته ناروا ویل په ځان د مینتوب انتها ده.  د اینده واکدارانو لمړنی کار باید په مرداره ویاله کښی د داسی تړونونو لړه کول او په مناسب وخت کښی په نوی ټرمونو او  شرایطو د افغانستان د عالی مصالحو په نظر کښی نیولو سره د یو ازاد او مستقل دولت په نمایندګۍ د قراردادونو او تفاهم نامو امضا کول  وی.  د میز پاکول نوی کاتب نوی مکتوب او نوی لوری ټاکل تر بل هر وخت پرځای کار، د وخت تقاضا او لکونو خاوری شوو ککریو ته د احترام لاره ده. بله لار نشته نوری ټولی ترکستان ته تللی دی.

و. د ناسیونالیزم له کارت څخه  استفاده  د استعمار په مقابل کښی معنی لری او شونی ده. په داخلی اختلافااتو کښی  د ناسیونالیزم له شعارونو څخه استفاده د خود کشۍ په معنی ده. دومره خو خلک پوه  دی .   بیروتی ماستریو او دکتورا ګانو که په ډیرو  کښی د ازادۍ روحیه تر دی سرحده وژلی چی یوه کاسه دال تر ازادۍ په  مراتبو بهتر بولی، د ازادي مینانو بیا په خپله ایمانی جذبه او سرښندنی دا او دی ته ورته ارزښتونه د اسمان څکو ماڼیو په څیر د هسکو وریځو تر سرحده پورته کړل. ناسیونالیزم بابا او موقع غواړی. تا دا موقع له لاسه ورکړی ده. ته نه امان الله خان او نه بابا کیږی. تاته به معلومه وی چی پښتانه د القابو په ورکولو کښی چندان سخیان نه دی.

دوی د بابا لقب هغه چا ته ورکوی چی یا د ګرګین په څیر ځناور را چپه کړی او یا ډهلی ورته فتح کړی. پښتانه  د زړی کږی ونی بیخ ته ناست عطار په لاهوتی مینه هست او د کاږه پټکی فلندر ته  چی د زمانی اورنګ خپل غلام بولی هم بابا وایی. ته هغه نه یی . که د بابا  کیدو شوق دی بیا هم  ارامۍ ته نه پریږدی نو د زړور خوشحال ماډل دی په مخکی دی. اعتراف، حق ته تسلیمی او په میړانه د خپل اخستی لوری بدلول. خوشحال اول بابا نه وه، نه د مغلو یارانی، نه د یوسفزیو سره جګړو او نه د مغلو په نفع  د سوری شیرشاه د کښلی کرښی (د کابل ډهلی شاهراه) څوکۍ دی بابا کړ. دي هلته بابا شو چی ده  له زندان او په خاص ډول  د تاتری له جګړی وروسته چی عمر یی په غالب ګمان تر شپیتو تیر وه  حق  ته په تسلیمۍ او میړانه  خپل لوری بدل  او اورنګ یی په زړه زخمی  او په صورت حیران پریشان کړ.

نتیجه:
د ستراتیژۍ ترتیب او تنظیم، د پردی لاندی د یو سیاسی حزب د جوړولو هڅی، نظامیانو ته په وار وار د کار، وظیفی او تنخواه  اطمینان، د بیرونی مالی حمایت امکانات، قدرت عالی ترین ارزښت بلل،  په اداره  امور کښی د سیاسی قدرت متمرکز کول، ډ صلحی په پروسه کښی وار وار تعلل، په تیرو انتخاباتو تاکید او اصرار، ځان د امان الله په بوټانو کښی لیدل او انځورل، د امریکی  په نژدی راتلونکو انتخابتو کښی د دیموکراتانو په احتمالی بریا پوری هیلی او امیدونه  تړل، بانکی ذخایرو ته لاسرسی،  په امریکا  کښی د قدرت له نورو مرکزونو سره روابط ساتل، په مالی ساحه کښی اروپایانو  ته د امریکی د احتمالی ځای ناستی په حیث کتل او داسی نور په لسګونو مظاهر شته چی د بیرونی مؤثر فشار د نه موجودیت په صورت کښی  د صلحی د پروسی د غزیدلو او نظامی  مصافونو د تشدید امکانات  په خاص ډول د امریکایی قواو د وتلو وروسته را منځ ته کړي.

خو که  چیری  دا ټول  څه چی پور ته ذکر شوه  د تیر په څیر فقط د یوی سیاسی دړکی مختلف مخونه شی نو بیا؟ جواب یی له هغو پوښتل په کار دی چی پټو او  محرمو اسنادو او سری معلوماتو ته چی د نننۍ سیاسی دنیا پټ خو  خورا مهم مخ دی لاس رسی ولري.

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ما ویل چی په درو کسو یی دومره اوږده لیکنه کړی څه خوندور او علمی تحلیل به یی کړی وی ، خبر نه چی پر دولسو روان وه . چی په لمړی کرښه کی یی ویلی وای لا ښه و چی دا لیکنه تر لوستلو مخکی باطله دانی ته و غورځوی ، هغه څه چی لږ ځنډ وروسته ما وکړه ، که می د وسه پوره وای دوی می هم ورغورځول ، دا بویناکه لکه د هغه ځایه چی راوتلی وه ، دا چی وروسته لا څه اپلاتی پکښی وی . ای ببهمته ټامیانو او خیاطانو ! ښه پوره سر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx