ورزش

راشد خان؛ نشم کولی سږکال شپږيزه ليګ کې ګډون وکړم

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۰، ۱۳۹۹ل): د افغان ملي لوبډلې غوره توپ اچونکی راشد خان وايي چې د کرونا او ګرځبنديز له ويرې نشي کولی سږکال په شپږيزه ليګ سياليو کې برخه واخلي.

راشد خان چې تر دې دمه د ويسټ انډيز په کرابين ليګ سياليو کې لوبېده، نشي کولی لومړی له ويسټ انډيز څخه هېواد او بيا د هند غوره ليګ سياليو لپاره عربي اماراتو ته ولاړ شي.

۲۰ کلن راشد خان پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې د کرونا وبا له کبله د لګېدلي ټولبنديز په خاطر نشي کولی شپږيزه ليګ کې ګډون وکړي، خو د مينې په پار د شپږيزې هرې لوبې لنډيز ښه په مينه ګوري.

ممکن د راشد خان دغه پريکړه په شپږيزه ليګ کې د ځينو لوبو تيرېدو او په آی پي ايل کې د ګډون په پار د شپږيزه ليګ پرځای د‌ هند غوره ليګ ته زياته توجه کول وي.

د راشد خان لوبډله په کرابين ليګ کې له سياليو بهر شوې ده. سږکال په ياد ليګ کې د نوموړي په پرتله نور افغان لوبغاړي ښه وځلېدل.

هغه په دغه ليګ کې ۱۰ لوبې ترسره کړې چې ټولې يې ۱۰ ويکټې اخيستي دي. مجيب الرحمن د ټورنمنټ تر ټولو زیاتې ۱۶ ويکټې ترلاسه کړي، دغه راز محمد نبي ۱۲ او نوين الحق ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.

بايد وويل شي چې راشد ارمان د کرابين ليګ لومړی لوبغاړی و د ويکټو هيټريک يې کړی دی، هغه په ۲۰۱۷م کال کې دغه کارنامه ترلاسه کړې وه.

د کرابين ليګ سياليو پايلوبې ته د محمد نبي او نجيب ځدران لوبډلې اس ټي لوشيا زوکس لار موندلې ده. پايلوبه د پنجشنبې په ورځ د مازديګر په ۶:۳۰ بجې ترسره کيږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx