شعـــــرونه

په زړۀ مې څاڅکي، څاڅکي اوري دِ تا ياد مبارک/ ريحان

شفاعت ريحان

په زړۀ مې څاڅکي، څاڅکي اوري دِ تا ياد مبارک
ستا له بېلتونه وروسته هيڅ نۀ شو اباد مبارک

ما لره ستا د ليوني حُسن بايلل تبريک شه
تا لره ګل ژوندون په ماپسې برباد مبارک

ما په غزل کې ليونتوب درپسې و شرنګاوه
په ما به وياړي، طالب جان، مجنون، فرهاد مبارک

خدای شته، چې ما به مرتبې د شهادت وړي وي
زۀ شهيد شوی يم د سترګو په جِهاد مبارک

لاس مې د زلفو په تارونو راتړه لاليه!
زۀ دي بندي يم، ماته ستا د زړګي خاد مبارک¹

د سولې څڼې په اوږو د امن برېت يې راغله
بيا په تازه ځوانۍ راغلی دی هيواد مبارک

لپې د زهرو به ازار د شفاعت شي درته
او درپسې به يې شي چيغه د فرياد مبارک

شفاعت ريحان
¹ (خاد) په ملي امنيت پورې تړلې بندي خانه ده

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین الله الماس

ډیر ښکلي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx