لیکنېنظــر

 بین الافغاني مذاکرات او د جمهوریت مدافعین

قاري عباس

یَاَیُّهَا الَّذِیْنَ اَمَنُوُا اِنْ تَنْصُرُوا اللهَ یَنْصُرْکُمْ وَ یُثَبِّتْ اَقْدامَکُمْ
ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی که چیرته تاسو مرسته وکړې د الله ( د الله د دین ) نو هغه ( الله ) به ستاسې مرسته وکړي او کلک به کړي قدمونه ستاسې.

د طالبانو مقابل د افغانستان د څلویښت کلنې خونړې جګړې د متخاصمینو د مجموعې تاریخ ته په کتلو دوې ثابته عقیده، وعده، شعار او قانون نه لري د امریکایانو په ډار او مال سره ټول او غلي دي، دلته په څلویښت کلنه خونړې جګړه کې چې حکومتونو او ځواکونو یې د یرغلګرو ملاتړ کړی بیا هم وارسا پکې ټوټه د امریکا په مشرې ناټو پکې د نااشنا قوتونو باوجود ټوټه کیږي چې د دې افغاني ایمان ځانګړنې سره طالبان پکې مستثنی له ظهور د تقوا، یووالي او د نظامي مبارزې د شرعي اسلامي بنیادنو په ګراف مخکې روان دي، د طالبانو د جهادي حجم سربیره له ماشومانو سره یې ټوپک چې د راتلونکي نسل یې د جمهوریت مدافعینو سره په قوي عقیده، قوت، ځواک، وسله او جذبه د جګړې په مانا ده امریکایان پرې پوهیږي او امریکایانو په خپل حضور نور لږ هم د جګړې د اوږدولو توازن او حوصیله تقریباً پوره بایللې نو ځکه یې له طالبانو سره خپل د شکست معاهده د سولې او خروج په نوم لاسلیک کړه چې په اصل کې د طالبانو او امریکایانو تړون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چوکاټ هم دی.

د بین الافغاني خبرو د پیلیدو او د بریالې پایلې په نتیجه کې اسلامي نظام جوړیدل افغانان نور هم په دیني عقیدوي او عصري زده کړو روزل د وړ اشخاصو د ټاکلو په وسیله د صنعت او بریښنا وده د لارو جوړول په ځانګړي توګه د طبعي زیرمو د استخراج، زراعت بیا د تجارت پراختیا د نړیوالو مرستې اخستل، جلبول، مدیریت کول د افغانستان د جغرافیوي موقیعت په بنیاد د منځنۍ اسیا د هیوادونو د سوداګیرۍ له نمو څخه اعظمي ګټه کول او په سر کې د داسې ټولو څخه د داخلي او خارجي موانعو په وړاندې د ګټې اخستلو لپاره اوسمهال په افغانستان کې تر طالبانو وړ ځواک نشته په دې اوس اکثره ځیرک افغانان پوهیږي نو امریکایان داسې نورو خارجي او داخلي دښمنان چې افغانستان او پکې شته ټول تالا ګڼي له هر طرف یې چې وسه رسیږي د دې لوی پرمختګ مخه نیسي.

یرغلګر چې سر کې یې امریکا ده د نظامي او سیاسي ماتې وروسته غواړي په هغو شکست خوړونکو سیکولرانو، کمونستانو او ټوپکیانو جمهوریت وساتي چې میدان ته یې د طالبانو مقابلې ته دوهم څل د بې دوه پنځوس ډوله طیارو لاندې د عصري ټکنالوژۍ قوي لښکر، اقتصاد او د تبلیغاتي منتر په حمایه راوستلي او ساتلي خو د بې علمۍ له وجهې دا د لړم د بچیانو تر یوې قومندې لاندې د کولو شرم یې په غاړو پاتي شو.

د طالبانو په روان فشار به امریکایان د تقرریانو برسیره سره د متحدینو یې په هر صورت ځان باسي نو طبعي ده چې د دوې له وتلو سره موازي په سیمه او داخل کې د دوې په ملګرو او مزدورانو خصوصاً د کابل په اداره رعب پروت دی بله خوا د طالبانو هر اړخیز تاثیر او محبوبیت په تدریج پر زیاتیدو دی نو امریکایانو او ناټوخیلو چې له نزدې مستقیماً د جګړې د اول وخت د هر ډول قوت په ملتیا خپل محصول، پروژه او ماموریت ( کابل اداره )چې ډیر سرکرده ګان یې ژوندي وه د طالبانو په وړاندې د پرمختګ جوګه نه شوه کړای نو د هر اړخیزې تر پخوا د ډیرې کمزورې باوجود به یې له لرې په غیر مستقیم ملاتړ څنګه د نابودۍ مخه ونیسي ؟

خلاصه بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو په نسبت د جمهوریت کم علمه ماته خوړونکي مدافعین دلایلو ته هم د ویلو منطقي څه نه لري بس له یوه لوري به دا ارجل خلک د خبرو اوږدولو دارنګه د امریکا په رسوایې د پرده اچولو په هدف یې جنجالي اوامر او خپل فاسد اغراض په مذاکراتو او رسنیو کې یادوي مثلاً په پیل کې په اوربند چې غیر اصولي غوښتنه ده ټینګار د جمهوریت ساتل ښځو ته یې غربي ماحول اذادي او دې ته ورته نور، بله خوا به اکثریت یې پټ او اشارتاً د شخصي او تنظیمي سر او مال د حفاظت سوالونه طالبانو ته کوي او امریکایان به مذاکراتو کې هم بې فایدې د دریمګړي تمثیلونه وکوي که اړتیا شوه په هره ممکنه لاره به د دولتي تعمیراتو، وسایطو او وسلو تخریب او لمینځه وړلو ته زمینه برابره کړي، نورې ډلې او سیاسیون به هم له طالبانو سره د حالاتو مطابق له لرې او نږدې خپل د سرنویشت او نیکو مشورو لپاره رابطه ساتي د طالبانو سیاسي، نظامي او اقتصادي موثریت او بازار به ورځ تر بلې پیاوړی کیږي مګر د طالبانو د بریالیتوب راز چې تقوا، اتحاد او نظامي مبارزه ده، الله تعالی مکړه د ضعف په حال بیا امریکایان، دوستان او اجیران یې هغه خلک دي چې هیڅ بخش کې ټاکلی معیار نه لري د مقابل په زیان هره ناشولته خپل مهارت او ویاړ ګڼي.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

محترم قاری صاحب ډیرصحیح تحلیل اوترکیب دی کړۍ دۍ ولی په دوی کی الله کینه درورځی دقیامته اچولی ده ددومثال دبرق دۍ دوست اودښمن نه پیژنی که ورنژدی سوی وژنی دی پرخپل ځان بروسه پکارده دکومکه به یی لیری ګرزی -دوی په یوه ملک کی تخریب کول په ډیرمهارت کوی وګوره پاکستان ټول انسانان یی داسی فاسد کړی دی چه هیڅ دجوړیدوامید نسته ورته وګوره انګریزانوداسی حکومتونه پرمسلط کړی کړی دی چه په ملک کی څه پیداکیږی لندن له یی ځغلوی فقط لنګه غوایی ځنی جوړه کړیده – دغه داشغال په حال کی دافغانستان حالت پربهتردۍ رشوت په ټول ملک… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx