fbpx
امریکايي سناتور لیندسي ګراهام، ډاکټر اشرف غني احمدزی او امریکايي سناتوري جون ماکین

امریکایي زیارت ………. !؟!

لیکوال: موسی ـ فرهاد

څه موده وړاندي د بریښنايی او چاپی خبري سرویسونو یو بارز ټکی د هندوستان د یوي نوموتي فلمي هنرمندي کترینا خبر و . په دې سرلیک کې راغلي وو چې د هندوستان په تاریخ کې کترینا یوه بریالۍ هنرمنده ده چې خپلو فلمونو ته د ښه بازار موندلو په چل ول ډېره ښه پوهیږي ، نوموړې چې کله هم یو فلم تیار کړي نو د هغه د ریلیز کولو نه وړاندي په زیارتونو سر شی ، هغوي ننګوي چې د فلم په کامیابۍ کي ورسره لاس وکي او دا په بدل کې ورته منتونه پرځان مني. د هندوستان د زیارتونو مینجوران هم د کترینا د فلم جوړولو په خبر ډېر خوښیږی او په دې انتظار وي چې کله به کترینا فلم تیار کړي او د دوی زیارت ته به تشریف راوړي .

په دې اړه یوه هندي لیکوال په خپله تبصره کي ولیکل چې کترینا دغه الهام له یو فرانسوي اداکار ) Deminuse) نه اخیستی چې په یو ډېر اوږده کومیډي سریال کي رول لوبوونکی دی ، هغه وایی زه چې کله هم سریال کې د کردار لوبولو لپاره ځم ، نو لومړی چرچ ته مخه کوم ، د چرچ او پادري نه په تبرک سره خپله کومیډي ډرامه پیلوم . زما د بریالیتوب راز هم په همدې کي دی ، ځکه چې تر دې وړاندي ما له هرډول درغلیو نه مخ نه دی ګرځولی ، ولی بیا مې هم مطلوبه بریا نه ده موندلي . لیکوال وایی چې : زما د پوښتني په ځواب کې د کترینا هم همدغه توجیه وه .

د پورتني خبر په لیدلو سره زما ذهن ته را وګرځیده چې زموږ د هیواد اوسنۍ ټاکنیزه منډه ترړه هم د کترینا د یوي فلمي ننداري نه کمه نه ده ، هر منتخب اداکار د تقلب او درغلیو ټولي چارې په کار راوستي ولي بیا یې هم بریا په مایوسي بدله شوه ، تنها اکاډومیک اشرف غني و چې امریکایي زیارتونو ته د نذر او منت منلو په مټ د ډرامې هیرو وځلیدی.

ګل آغا شیرزوی بیا هم د دا ډول کړنو ښه تجربه لرله ، نوموړی چې د امریکایانو په راتګ سره د کندهار باچا سلامت سو، ترهرڅه وړاندي یې د خپل پلار آجې لطیف قبر زیارت کړ ښه لوی باغ (پارک) یی ورباندي را تاو کړ ، پراخ سړک یې ورته ډامبر کړ د اول ځل لپاره یې د ډول او سورنا په زمزمه او ورپسي یې د سپیانو جنګولو په میله سره د پلار زیارت افتتاح کړ، له همدې ځایه وه چې نن د لطیف مقبره په سیمه کې دسازاوسرود او سپي جنګولو ترټولو ښه تفریحګاه ده. آجي لتیپ د روسانو پرمهال د کندهار وتلی مجاهد و ، ځانګړتیاوي یې ډيري لرلي ، خو په چرس څکولو او سپي جنګولو کې یې خاصه دلچسپي لرله .  ګل آغا شیرزی د خپلي کامیابۍ رمز د همدې ډول تفریحګاوو او زیارتونو په آبادۍ او پراختیا کې ویني . یو خبریال ته یې په ځواب کې وویل : د خپل پلار اجی لطیف ، شاه آغا او باباولي زیارتونو په آبادولو سره زه د افغانستان بلډوزر شوم . د دې زیارتونو په برکت اوس دا دی رئیس مولکت کیږم . ډبل عبدالله هم پرلپسی ناکامیو سپین ږیری کړ له فرانسوۍ میرمني سره په یو مبهم سکینډل کې تر ناکامۍ وروسته د څلور ځلي ریاست جمهوري ټاکنو کې پاتي راتللو له ژونده بیزاره کړی دی . زلمی رسول چې هیوادوال یې د نسب او میل- فیمیل جنسیت پیژندلو کې له ستونزو سره مخ دي ؛ هم له ناکامۍ سر ټکوي .   نو دغي ناکامي ټلوالي ته د کترینا مشوره دا ده چې په هره ډرامه کې باید تاسو لومړی زیارتونو ته مخه کړئ ، او بیا خپله کامیابي وګورئ . البته د غټو فلمونو د بریا لپاره غټو زیارتونو ته په ریښتیني توګه غټ منتونه او نذرونه منل اړین دي .  اشرف غني چونکه اکاډیمیکه سټه ده ، هرو مرو به یې د کترینا پر پله پل ایښی وي او امریکايي زیارتونو ته به یې د ريښتیني نذراو نیاز ټټر ډبولی وي . له همدې ځایه ده چې د رایه ورکونکو په نه شتون کې یې هم صندوقونه ډک ډک را وتل . ولي ناکامه ټلواله چې د کترینا له تجربي نه بې برخي شوه ، نو ځکه هم له بریالیتوب څخه محروم شول .

پای

4/7/2014

لیکوال: موسی ـ فرهاد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د