افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکايي پوځ: د نومبر تر پیله افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر  ۴۵۰۰ ته راټيټوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» قوماندان «مک کینزي» وایي، امریکا پلان لري د راتلونکې نومبر میاشتې تر پیله افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ کړي.

مک کینزي دغه څرګندونې د امریکا غږ له انګلیسي څانګې سره په خپله تازه مرکه کې کړې. نوموړي ویلي، چې د عسکرو د تدریجي کمولو په حالت کې دي او د نومبر میاشتې تر پيلېدو پورې په شته زماني چوکاټ کې به افغانستان کې د شته عسکرو شمېر ۴۵۰۰ ته راکښته کړي «د ۴۵۰۰ عسکرو په شتون سره هم موږ کولای شو اساسي دندې مخته یوسو، موږ ددې د ثابتولو لپاره چې نه غواړو یو اشغالګر ځواک واوسو تر خپله وسه ښه نیت وښود، مګر موږ ملي حیاتي ګټې او منافع لرو چې موږ اړ باسي، ځان ډاډه کړو، چې داعش او القاعده بیا ځلې په افغانستان کې په امریکا باندې د برید لپاره نه میلمانه کېږي.»

د امریکايي پوځ له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ رویټرز خبري اژانس خبر ورکړ، چې د امریکا ولسمشر په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر کمولو اعلان کوي.

تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر او د فاع وزیر ویلي وو، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر پیلېدو «تر نومبر میاشتې» د خپلو عسکرو شمېر څلور یا پنځه زره ته راټیټيوي.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو  او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون سره سم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او  تمه ده په څوارلس میاشتو کې ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووزي.

څه موده وړاندې پنټاګان اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې پنځه نظامي اډې تخلیه او ۳۴۰۰ عسکر یې را ایستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx