نظــر

د افغانستان بدليدونکونکی ملي بیرغ

شفيع اعظم

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ملي بیرغ یې په نړیواله کچه تر ټولو زیات بدل شوی او د نړۍ نور وګړي یې په شناخت کې تل ګنګس دي.

د انګریزي استعمار نه د ازادۍ شاخوا 101 کاله کېږي او دغه موده کې نږدې 11 ځله د افغانستان ملي بیرغ د مختلفو حکومتونو له راتګ سره بدل شوی.

تور، سور، زرغون بیرغ په لومړي ځل په کال 1307 یعنې نن نه 92 کاله وړاندې د غازي امان الله خان په وړاندیز د پغمان لویې تاریخي جرګې لخوا تصویب شو. تر دې وړاندې په کال 1919 کې د افغانستان ملي بیرغ د محراب سپینې نښې سره تک تور وو.

کال 1307 نه را دېخوا درې رنګه بیرغ په ټوله نړۍ کې د افغانانو د شناخت سمبول وو. دغه بیرغ لومړي ځل لپاره د امیر حبیب الله کلکاني مشهور په بچې سقاو لخوا بدل او پر ځای یې (سور، تور، سپین) د افغانستان بیرغ اعلان کړ.

د سقاو له ماتې وروسته محمد نادر شاه د حبیب الله کلکانی بیرغ لغوه او بېرته یې هغه تور، سور، زرغون بیرغ د افغانستان ملي بیرغ اعلان کړ؛ کوم چې افغان غازیانو د لویې جرګې د پرېکړې له لارې انتخاب کړی وو. ورپسې همدا درې رنګه بیرغ د محمد ظاهر شاه له واکمنۍ نه تر سردار محمد داوده ادامه پیدا کړه، البته په لوګو کې د لږ جزئي بدلونونو سره.

کله چې کمونستان د روسانو پر مستقیم ملاتړ په سردارد محمد داود کودتاه کوي، نو د نظام نسکورولو سربیره د افغانستان ملي بیرغ ته هم لاس ور وړي او د افغانستان درې رنګه تاریخي بیرغ د نور محمد تره کي لخوا د وخت شوروي کمونستي ریژیم په تقلید د افغانستان لپاره خالص سور بیرغ ټاکل کېږي.

د تره کي او حفیظ الله امین له حکومت وروسته ببرک کارمل او داکتر نجیب د روسي پوځونو په شتون کې د افغانستان ملي بیرغ له تک سور نه بېرته درې رنګه ملي بیرغ ته د خپل ګوندي لوګو په اضافه کولو سره بدلوي څو په دغه تکتیک عامو افغانانو ته دا وښیي چې موږ د روسانو لاسپوڅي نه بلکې د وخت انګریزي ښکېلاک خلاف افغان غازي نیکونو وارثان یو.

کله چې د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت راځي نو د افغانستان درې رنګه بیرغ یوځل بیا بدلېږي او ځای یې خپل ګوندي/تنظیمي بیرغ (زرغون، سپین، تور) نیسي.

د استاد رباني د دولت د حاکمیت ساحه په کابل کې تر خېر خانې او چاریکارو رسېده او همداسې د کابل په ګډون ټول افغانستان کې عملا د هر تنظیم په مشرۍ شاخوا اووه نور تنظیمي حکومتونه وو چې د رباني په شمول، دوستم، ګلبدین حکمتیار او نورو ګوندونو خپل بیرغ، خپله کنټرول ساحه او چاپ شوې پیسې، وزیران، والیان او نور دولتي اراکین درلودل.

افغانستان کې د استاد رباني په ګډون د اوو نورو حکومتونو بستره د طالبانو لخوا په 1375 کې ټولېږي او تقریبا ټول افغانستان د طالبانو تر واحدې قوماندې لاندې راځي او دوی هم د 1307 کال درې رنګه ملي بیرغ پر ځای چې د افغانستان لویې جرګې ټاکلی وو، خپل سپین بیرغ چې منځ کی یې کلمه طیبه ده؛ اعلان او په افغان خاوره رپوي.

د سپټمبر یولسمې پېښې وروسته امریکا د نړیوال ائتلاف په مشرۍ د طالبانو نظام ته سقوط ورکوي او لومړی ځل نږدې شپږ میاشتو لپاره کولاب ته فراري استاد رباني او د هغه تنظیم د امریکا B-52 تر وزرو لاندې او خړو امریکایي ټانګونو پر سر سپاره خپل تنظیمي بیرغ سره د کابل په ارګ ننوځي.

ورپسې د بن کنفرانس له لارې د بېلابلو ګندونو، غرب میشت تکنوکراتانو، ډلو ټپلو او د امریکا په غوښتنه واک له استاد رباني نه حامد کرزي ته په سولیز ډول لېږدول کېږي.

حامد کرزی چې ځان د محمد ظاهر شاه د ارام او نرم چلند نه متاثر او هغه خپل ایډیال مشر بولي او ضمن کې یوه لویه جرګې دایرېږي نو په هماغه اساس د ټولو په مشوره بېرته د افغانستان پخوانی درې رنګه بیرغ د غنمو وږي سمبول باندې د کلمه طیبه په زیادښت سره د افغانستان ملي بیرغ اعلانېږي.

اوس په افغانستان کې د دوحې تړون مطابق د امریکا نولس کلن اشغال پای او بیاځلي ازادۍ نغارې ډنګېږي. د بین الافغاني مذاکراتو له پېل سره به د نظام او حکومتي چوکاټ پر سر افغانان خپلو کې جرګه کېږي، ښایي د نورو اساسي بحثونو تر څنګ یوځل بیا د افغانستان ملي بیرغ موضوع هم مطرح بحث وي.

زه فکر کوم کله چې د افغانستان د ازادۍ خبره مطرح کېږي نو دا ازادي د افغانستان خاورې سربیره د هغه د ملي بیرغ او نورو ارزښتونو ازادي هم بلل کېږي.

دا نړیوال اصل دی چې ملي سمبولونه او تاسیس کلونه چې یوه ورځ هم پخوانی وي نو تاریخي قدامت او ارزښت یې زیات وي، نو ښه به وي چې سپین بیرغ طالبان د خپل غورځنګ یا تحریک لپاره د خپلو جانبازیو سمبول او درې رنګه بیرغ د افغانستان لپاره د هغو غازیانو پرېکړې او روحونو ته په احترام وټاکي کوم چې 101 کاله وړاندې هغوی په خپل وخت کې د انګریز استعماري ځواک پر ماتې او ازادۍ ګټلو سره خپل تاریخي مسؤلیت او رسالت ادا کړ.

یو تاریخي تذکر کوم هغه دا چې مه پرېږدئ دا درې رنګه بیرغ (تور، سور او زرغون) درنه پردی او نور یې ګروګان کړي. ځکه دا بیرغ د امریکایي اشغال ثمره نه بلکې تاریخچه یې کابو 92 کاله پخوا زموږ هغو نیکونو انتخاب ته ور ګرځي چې هغوی د تورو او ټوپکو په زور د وخت انګریزي ښکېلاک نه خپل استقلال واخیست.

دا یاد ساتئ چې د انګریزي استعمار خلاف د غازیانو د تورو، جانبازیو او ویاړونو وارثان صرف هغه څوک دي چې د روسي او امریکایي تیري خلاف ودرېدل؛ نه هغه خلک چې د روسي او امریکایي استعمار په څنګ کې یې اقامت غوره کړ.

دلته یواځې د بیرغ نه بلکې د یوه لوی تاریخي وراثت بحث پروت دی چې موږ د چا لمسیان یو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx