افغانستانسولې اړوند خبرونه

ولسي جرګه: د کابل مذاکراتي پلاوی نه پوهېږي چې له طالبانو سره په څه غږېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو پيلولو په موخه دوحې ته ولاړ شي؛ د کابل حکومت ولسي جرګه وایي، مذاکراتي ټيم د هغو موضوعاتو په اړه معلومات نه لري، چې له طالبانو سره به ورباندې بحث کوي.

د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» تېره ورځ د پارلمان عمومي ناستې ته ویلي، چې حکومت د پارلمان غړي د سولې له جریاناتو نه خبروي او حتی مذاکراتي ټیم هم په هغه څه نه پوهېږي چې له طالبانو سره به ورباندې خبرې کوي « رښتیا هم پارلمان د مذاکراتو په تړاو په جریان کې نه دی، حتی زه هم چې د سولې په ډېرو ناستو کې ګډون هم لرم، نه پوهېږم چې څه روان دي.»

د رحماني په خبره، پارلمان هم سولې په جریاناتو باندې یوازې له مطبوعاتو خبرېږي او مذاکراتي ټيم هم نه پوهېږي، چې په راتلونکي کې به په کومو موضوعاتو خبرې کوي.

د سولې په جریاناتو د نه خبرېدو له امله د پارلمان ګیله داسې مهال ده، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو پیلولو په هدف دوحې ته ولاړ شي.

اشرف غني تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي وو چې له طالبانو سره پر مذاکراتي مېز باندې بحث کېدونکې هره خبره به د هوکړې په موخه پارلمان ته وړي او تر هغه وروسته که اړتیا وه په اړه به یې مشورتي لویه جرګه رابولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

په حقیقت کښی نه ولسی جرګی او نه مذاکراتی ټیم ته ضرورت موجود دی چی پوه شی چی د طالبانو سره به په څه ډول خبری وکړی ، خلیلزاد جاسوس ددواړو خواو له طرفه به د صلحی ؟ په باره کښی تصمیم نیسی !!!

عبدالواحد

دطابانوپه فکرکی عبوری حکومت اسلامی شرعی قانون دۍ دکمونسټی حکومت په فکرکی موجوده حکومت قانونی دۍ اوطالبانوته لکه ګلبدین دحکومت څووزارتونه ورکول لکه ګلبدین چه یی آخرفضول بی برخی کۍ دوی هم دغه شان دطالبانوسنجس کړۍ دۍیورپ اوکاناډا دمکی آمیزه ډول طالبانوته وایی جنګ بندکۍ مثال یی دامریکا اوضیاءالحق شهیددی کم وخت چه روسیان له افغانستانه ووتل امریکاضیاءالحق شهیدته وویل اوس نو دنجیب ګوحکومت په رسمیت وپیژنه امرکاته ترکمونیزم اسلام په کراتودنفرت وړدۍ ولی دوی دعثمان خلافی تاری خی تجربه لری لاکن ضیاءالحق شهید ورته وفرمایل چه دپل خشتی په مسجدکی مولمونځ نوی کړۍ ترهغوجهاد نه پریږدودازمادحضورخبری دی په هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx