افغانستان

د طالبانو پاتې ۶ بندیان قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته استول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): رویټرز خبري آژانس د کابل حکومت سرچینو په حواله خبر ورکړی، هغه ۶ تنه طالب بندیان چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډیدلي وو، نن ماښام په یوې ځانګړې الوتکه کې دوحې ته استول شوي دي.

یو حکومتي چارواکي رویټرز آژانس ته ویلي، چې دغه شپږ تنه آزاد شوي طالب بندیان به لږ تر لږه د روان کال تر نومبره په قطر کې پاتې وي او بیا به افغانستان ته را ستنیږي.

د کابل حکومت ددغو شپږو طالب بندیانو د خلاصون په موضوع ډیرې ناندرۍ او چنې ووهلې، په ځانګړې توګه هغه وخت یې لاټینګ دریځ غوره کړ، چې استرالیا او فرانسې د امریکا له حکومت نه غوښتنه وکړه چې ددوی د اتباعو د وژلو په تور نیول شوي طالبان باید خوشې نه شي.

خو د کابل حکومت هغه مهال له  خپل دریځ څخه په شا شو چې دوه اونۍ وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د یو تیلیفوني تماس په توسط ډاکټر غني ته وویل چې نور باید د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ اسباب له منځه یوسي، ځکه د طالب بندیانو د خلاصون پروسې بهیر یوځل بیا چټک شو.

که څه هم د کابل حکومت تردې وړاندې هم څو ځله د طالب بندیانو د خلاصون پروسې د تکمیل دعوه کړې وه؛ خو طالبانو بیا د حکومت ادعاوې بې  اساسه بللې او د خپلو زنداني ملګرو په خلاصون یې ټینګار کولو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم د یو ټویټ په کولو سره تأیید کړه، چې دغه شپږ واړه بندیان قطر هېواد ته ورسیدلي دي.

https://twitter.com/IeaOffice/status/1304124938673061889

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

انسانان که افغانان دی که نور،الله فرمایی:تاسوموټول دیوه نراوښځی پداکاست اوپرقومواوقبیلومی ددی دپاره وبیشلاست چه تاسویوبل وپیژنۍ بهترین له تاسوهغه دۍ چه تقواداره وی ،اوفرمایی:هغه چه مااورسولان اورځ دآخرت نه منی زمادښمنان دی دوستی مه ورسره کوی که ستاسوپلرونه،زامن،وروڼه اویانورخپلوان وی،نودالله دحکم طابعت حطمی دۍ که یی ونکوداسی سزاراکوی لکه داووخان چه پرچمیان اوخلکیان په حکومت ګډ کړل فیض محمد پرچمۍ یی وزیرداخله کۍ اومحمدمرسی دمصرداخوان المسلمین مشرالسیسی کمونسټ وزیردفاع کۍ ددواړوکمبلی هم دغوکمونسټانوورټولی کړی دالله دحکم نافرمانی دانتجه راولی اشرفغنی کمونسټ اودالله دښمن منافق دۍ دوستی اوصلح یی دالله ناراضیت دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx