
په لیبیا کې د مصر او ترکیې مخامختیا
قاري حبیب
لیبیا د شمالي افریقا یو له مهمو اسلامي هیوادونو څخه دی. لیبیا چې یو میلیونه او اته لکه مربع کیلومتره زیات مساحت لري، نفوس یې څه کم اوه میلیونه تنو ته رسیږي. دا هیواد چې د نړۍ په سطحه په لسو ډيرو نفت لرونکو هیوادونو کې حسابیږي په اقتصادي لحاظ د ودې او انکشاف ګڼ فرصتونه لري. لیبیا له تیرو اتو کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې په اور کې سوځي. تر جګړې وړاندې دا هیواد د افریقا په سطحه یو له پرمختللیو او ودانو هیوادونو ګڼل کیده. چې خلکو یې خورا مرفه ژوند درلود. د قذافي د واکمنۍ په وخت کې لیبیا هره ورځ د تیلو له صادراتو ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کول. دې پراخو مالي امکاناتو او لږ نفوس حکومت ته توان ورکړی و چې د لیبیا خلکو ته تعلیم، بریښنا، اوبه، صحي خدمات او حتی د زراعت تر الاتو او تخمونو پورې په مفت ډول مهیا او توزیع کړي. چې دا د افریقا د وچې په سطحه بې ساري امکانات و.
خو نړیوال استعمارګر په خاص ډول د فرانسې، ایټالیا او امریکا په شان ځینې هیوادونه چې د لیبیا زیرمو ته یې سترګې پټې کړې وې، دې هیواد ته یې یوازې دومره بهانه غوښته چې څرنګه به په کې ګډوډي رامنځته او زیرمې به یې چور کړي. د عربو د پسرلي له پيل سره کله چې په ۲۰۱۱ م کال کې په لیبیا کې هم له بنغازي ښار څخه خال خال د اعتراض غږونه پورته شول. اروپایي غلیمانو همدا وخت فرصت وګاڼه او د پراخو تبلیغاتو په توسط یې په لیبیا کې د نزاع اور ته لمن وهل پیل کړل. وروسته ناټو په لیبیا کې مخامخ پوځي مداخله پیل کړه. د لیبیا د هوایي ځواک په الوتنو یې بندیز ولګاوه تر دې چې د قذافي په وژلو سره یې هلته د یوه مضبوط حکومت تخته چپه او لیبیا د بې شمیره ډلو ډلو ټپلو رحم کرم ته پاتې شوه.
له بحران نه د وتلو په مقصد د لیبیا سیاسي ډلو په پارلماني ټاکنو هوکړه وکړه، چې د لیبیا د پارلمان لپاره لومړنۍ ټاکنې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې ترسره شوې. د دې ټاکنو له مخې باید د پارلمان استازي تعین شوي وای او بیا همدې استازو باید حکومت ټاکلی وای. د لیبیا مؤمن ولس د اروپايي مداخله ګرو د مزاج خلاف اسلام ګرایانو او د اخوان المسلمین له ګوند سره تړلیو استازو ته رایې ورکړې او د پارلمان ډيرې څوکې د سیکولرانو او ملي ګرایانو په نسبت اسلامپالو وګټلې. همدې اسلامپالو سیاسیونو په طرابلس کې نوی حکومت تشکیل کړ چې د وفاق ملي یا مرکزي حکومت په نوم یې شهرت وموند او ځیني شرعي اصلاحات یې هم راوستل. دا حکومت چې ملګرو ملتونو هم په رسمیت پیژندلی اوسنی مشر یې فائز السراج دی خو د لیبیا اسلامپال سیاسیون په کې غالب قدرت لري.
کله چې د طرابلس مرکزي حکومت د اسلامپالو لاس ته ولوید او د سیکولرانو هیلې خاورې شوې نو د غربي مداخله ګرو په ټونګ د لیبیا سیکولرانو د طرابلس د حکومت د کمزوري کولو هڅې پیل کړې. لومړی یې په پارلمان کې جنجالونه، اتهامات او اختلافات پیل کړل او وروسته یې چې د پارلمان ناستې تحریم کړې وې، په کودتاوو او دسیسو یې هم پيل وکړ. دا چې د طرابلس حکومت او پارلمان تر ډیره اسلامي روحیه درلوده، غربیانو دوهم پلان په کار واچاوه او هغه په لیبیا کې د یوه موازي ځواک په حیث د جنرال حفتر تر نامه لاندې د یوه پخواني جنرال را ژوندي کول او مطرح کول و.
جنرال حفتر چې د قذافي د ځوانۍ ملګری و په وروستیو کې له قذافي سره مخالف و او په امریکا کې د سي آی اې تر وزر لاندې اوسیده. د امریکایانو په مرسته نومړی لیبیا ته راغی او کرار کرار یې د لیبیا په ختیځ، بنغازي او او نورو سیمو کې د ځواک په تشکیل کار پیل کړ. دا وخت چې په لیبیا کې ځینې جهادي ډلې هم پیدا شوې وې امریکایانو د جنرال حفتر په شان یوه ملیشه ځواک ته اړتیا درلوده چې د خپلو اهدافو لپاره یې وجنګوي. جنرال حفتر په ۲۰۱۴ م کال کې د لیبیا د مرکزي حکومت په ضد اعلامیه صادره کړه او د جهادي ډلو په خلاف یې د پراخو عملیاتو اعلان وکړ. دا چې جنرال حفتر قانوني مشروعیت او پشتوانه نه درلوده، بلکې ملګرو ملتونو په طرابلس کې د لیبیا مرکزي دولت په رسمیت پيژاند. په همدې کال د استازو د مجلس په نوم د یو نوې شوری لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په نااټکله ډول په کې ډیرې څوکۍ سیکولرانو وګټلې. دغه مجلس د لیبیا د مرکزي دولت په ځای د جنرال حفتر ملاتړ اعلان کړ او د طرابلس په ځای یې د لیبیا په شرقي ښار طبرق کې خپل مجالس پیل کړل.
په دې ډول لیبیا عملا په دوو برخو وویشل شوه. لویدیځه خوا یې د پلازمینې طرابلس په ګډون د مرکزي دولت تر کنترول لاندې وه چې اسلامپالو په کې برلاسي درلوده او دولت یې ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هیوادونو هم په رسمیت پیژاند. د لیبیا ختیځه خوا د جنرال حفتر د ځواکونو او په طبرق کې د استازو مجلس تر واک لاندې وه. په دې خوا کې سیکولر او ملي ګرایان را ټول شوي و چې د ځینو خاصو هیوادونو لکه مصر، سعودي عرب، عرب امارات، روسیې او د امریکا ملاتړ ورسره وو او هڅه یې کوله چې حفتر او نور سیکولران د لیبیا د راتلونکو واکمنو په حیث قدرت ته ورسوي.
د مصر او ترکیې مخامختیا
د مصر پوځ په ۲۰۱۳ م کال کې د مصر منتخب ولسمشر ډاکټر مرسي په ظالمانه ډول له واک لرې کړ. دا په داسې حال کې و چې د لیبیا په مرکزي دولت کې اخوان المسلمین برلاس نقش درلود. له همدې ځایه د لیبیا د مرکزي دولت او د مصر د پوځي واکمنو تر منځ هم دښمني پیل شوه. مصر د دې لپاره چې په لیبیا کې د اسلامپالو د ځواکمنیدو مخه ونیسي د سیکولر جنرال خلیفه حفتر ملاتړ یې پیل کړ. حفتر د مصر او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ د لیبیا د شرق، مرکز او جنوب ډیرې سیمې ونیولې او د لیبیا مرکزي دولت یې تر طرابلس او د ځینو غربي سیمو پورې محدود کړ. جنرال حفتر څو ځله هڅه وکړه چې طرابلس هم ونیسي خو مرکزي دولت یې په وړاندې کلک مقاومت وکړ.
جنرال حفتر ۲۰۱۹ م کال تر نیمایي پورې په لیبیا کې برلاس رول درلود او تمه کیده چې نوموړی به په ټوله لیبیا سلطه ترلاسه کړي. خو د تېر کال په نومبر کې یوه داسې پیښه وشوه چې په لیبیا کې یې د واک او ځواک معادله سرچپه کړه. د نومبر په میاشت کې د لیبیا د مرکزي دولت د کورنیو چارو وزیر فتحي باش آغا اعلان وکړ چې د طرابلس واکمنو له ترکیې سره امنیتي قرارداد امضاء کړی دی. له دې څو ورځې وروسته د ترکیې مشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د لیبیا مرکزي دولت له ترکیې د نظامي مرستې غوښتنه کړې او نوموړي د نظامي مرستیو د لیږلو طرح د ترکیې پارلمان ته لیږلې ده. د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنوري کې د ترکیې پارلمان د ۳۲۵ رایو په توافق او ۱۸۴ رایو په اختلاف لیبیا ته د پوځ او نظامي مرستو د لیږلو طرحه تصویب کړه.
له همدې وخته اردوغان چې له دې وړاندې یې د منځني ختیځ په بیلابیلو سیمو کې د نفوذ پراخولو هڅې کړې وې. عملا یې د لیبیا د مرکزي دولت ملاتړ پيل کړ، لیبیا ته یې ګڼ شمیر پوځي مشاورین، نظامي توکي او په خاص ډول بې پيلوټه الوتکې ولیږلې چې په مټ یې د لیبیا مرکزي دولت د جنرال حفتر په خلاف ځوابي عملیات پيل کړل. د خلیفه حفتر ځواکونه یې د طرابلس له ځنډو وشړل او پراخې سیمې یې ترې ونیولې. د ترکیې د مرستو په مټ په لیبیا کې د ځواک معادله سرچپه شوه. که پخوا جنرال حفتر په تهاجمي موقف کې و اوس د فائز السراج په مشرۍ د طرابلس مرکزي حکومت برلاس موقف خپل کړ او جنرال حفتر ځواکونه یې د لیبیا تر مرکزي سیمو شاتګ ته اړ کړل.
د لیبیا د مرکزي دولت پرمختیاوو او د جنرال حفتر مسلسلو ماتو تر هر چا زیات د مصر پوځي واکمن جنرال سیسي وبوږناوه. ځکه نوموړی پوهیده چې که د حفتر ځواکونه شکست وخوري او د اسلامپالو له پراخ نفوذ څخه برخمن مرکزي دولت د مصر تر پولو وغځیږي. نو له اغیزو به یې مصر هم په امان پاته نه شي. له همدې امله و چې جنرال سیسي په عاجل ډول د لیبیا سره په پوله پوځي مانورې پیل کړې. وروسته له لیبیا سره نږدې یوې پوځې اډې ته لاړ او هلته یې مصري پوځ ته وویل چې په لیبیا کې د پوځي مداخلې لپاره ځان تیار کړي. جنرال سیسي د لیبیا د شمالي ښار سرت او مرکزي سیمو کې د جفره د هوایي اډې تر منځ سیمه د سرې کرښې په حیث تعین کړه او ویې ویل چې که د لیبیا د مرکزي حکومت ځواکونه له دې خط څخه د شرق خواته واوړي نو دا به مصر په خپل ملي امنیت تعرض وګڼي او د مصر پوځ به مستیقما په جګړه کې داخل شي.
د لیبیا له مرکزي دولت څخه د ترکیې پراخ ملاتړ او د جنرال حفتر په ننګه د مصر دریدلو دغه هیواد د مصر او ترکیې د رقابت په ډګر بدل کړی دی. د ترکیې ولسمشر اردوغان چې د منطقوي نفوذ د پراخولو هڅه کوي. په عربي نړۍ کې اسلامپال خوځښتونه په خاص ډول د اخوان المسلمین سره تړلې ګوندونه د موجوده نظامونه ښه بدیل ګڼي. نو ځکه یې په سوډان، تونس او سوریه کې د اسلامپالو سره ملګرتیا پیل کړې ده. بالمقابل د مصر پوځي حکومت، عرب امارات او د سعودي واکمن بیا همدې ګوندونو ته د بالقوه خطر په نظر ګوري او اجازه نه ورکوي چې د لیبیا غوندې مهم هیواد کې قدرت ټینګ کړي. له دې علاوه ترکیه په لیبیا کې اقتصادي اهداف هم لري. همدا اوس ترکیه په مدیترانې بحیره کې د ګازو په ذخیرو پسې ګرځي او د خپل سمندري حق د ګټلو لپاره یې له لیبیا سره سمندري پوله مشخصه کړې او د مدیترانې بحیرې یوه لویه برخه یې په خپل نوم کړې ده.
دا چې د لیبیا نیابتي جنګ به د مصر او ترکیې په مخامخ ټکر بدل شي او کنه؟ کتونکي شک لري چې مصري پوځ به په لیبیا کې مخامخ مداخله وکړي. ځکه دغسې مداخله که څه هم محدوده او محتاطانه وي ډير ژر به په يوه پاییدونکي ماموریت بدله شي او له وسلو او وسلوالو ډکه لیبیا چې پراخ مساحت لري د مصر پوځ ته په یوه ډوبوونکي جبه زار اوښتلی شي. دمصر پوځ چې په سینا دښته کې محددو وسلوال نه شي مغلوبولای د لیبیا غوندې د پراخ هیواد کنترول به ورته ډیر مشکل وي. د مصر التیماتوم د اوس لپاره د مرکزي حکومت او ترکیې د پوځي پرمختګ مخه نیولې ده. معلومه نه ده چې دغه نسبي آرامي به څومره دوام وکړي.