افغانستان

د شپږ طالب بندیانو د انتقال لپاره الوتکه کابل ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): هغه شپږ تنه طالب بندیان چې حکومت او یو شمېر غربي هیوادونو یې له خلاصون سره مخالفت درلود؛ په ځانګړې الوتکه کې قطر ته انتقالېږي.

په همدې تړاو یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د قطر یوه ځانګړې الوتکه د شپږ تنه طالب بندیانو د انتقال لپاره کابل ته رسېدلې.

د محمد داوود، اکبر خان، نقیب الله، حکمت الله، سید رسول او عبدالرسول په نومونو دغه شپږ طالب بندیان چې  د طالبانو له لوري په سپارل شوي پنځه زره کسیز لست کې  شامل وو  د بهرنیو عسکرو په وژلو تورن دي،  او په دې وروستیو کې يې د خلاصون قضیه جنجالي شوې وه.

فرانسې، اسټرالیا او یو شمېر نورو هیوادونو ادعاء درلوده، چې یادو طالب بندیانو یې اتباع وژلي دي او باید خلاص نشي.

اوس داسې ویل کېږي، چې یاد بندیان په یوه ځانګړې الوتکه کې قطر ته وړل کېږي او تر یوه ټاکلي وخت پورې به همالته پاتې وي.

د یادو طالب بندیانو د انتقال لپاره الوتکه داسې مهال کابل ته راځي، چې حکومت تېره ورځ ادعاء وکړه د طالبانو له سپارل شوي لست سره یې ټول بندیان خلاص کړي او هيڅ داسې زنداني ورسره شتون نه لري، چې نوم یې د طالبانو په لست کې وي.

ورته مهال طالبان بیا وایي، د طالب بندیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې او که چېرې بشپړه شي، ددوی مذاکراتي ټیم تیار دي بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx