روغتیا

د اکسفورډ پوهنتون ولې د واکسین جوړولو بهیر ځنډولی؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۹ل): د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د کرونا واکسین جوړونې په څيړنیز مرکز کې ځینې کارکوونکو ته ناروغي رسېدلې چې له کبله یې د واکسین جوړونې بهیر ټکنی شوی دی.

اوسمهال دغه پوهنتون د کرونا واکسین د دریم پړاو ازمایښتي بهیر ترسره کوي خو د یوې نامعلومې ناروغۍ د ښکاره کېدو پرمهال د حفاظتي ګامونو په پورته کولو د لنډې مودې لپاره دغه بهیر درول شوی دی.

تمه کېدله چې د اکسفورډ پوهنتون او استرازینیکا درمل جوړونې شرکت په ګډه دغه واکسین ډير ژر بازار ته وړاندې کړي.

استرازینیکا شرکت ویلي چې د تجربې پرمهال یې یوې کارکونکې پر یوې نامعلومې ناروغۍ د اخته کېدو له کبله د کرونا ضد واکسینو د دریم پړاو ازمایښتي بهیر ځنډولی دی.

دوی وایي چې د اغیزمن شوې میرمنې تشخیص نه دی شوی خو روغتیایي وضعیت یې مخ پر ښه کېدو دی، او له روغتون څخه رخصت شوې ده.

د شرکت یو بل ویاند رسنیو ته ویلي چې د واکسینو په ازمیښتي پړاوونو کې د یوې عامې ناروغۍ راڅرګندېدل هم دغه بهیر ځکه دروي، تر څو بشپړ حفاظتي اړخونه وارزول شي.

په نړۍ کې اوسمهال شاوخوا ۱۷۵ ډوله واکسین تر ازمیښت لاندې دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا له لسو کم ددوی لخوا تضمین شوي او دریم پړاو ته داخل شوي دي.

کرونا ویروس د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین له ووهان ښار څخه پېل شو چې شاوخوا ۸ میاشتو کې یې نږدې ۲۸ ملیونه کسان اغیزمن کړي، شاوخوا ۹۰۰ زره مړه شوي او ۱۸.۷ بیرته روغ شوي دي.

د کرونا پر وړاندې د واکسینو جوړولو په لړ کې روسیه لومړنی هېواد و چې ددې واکسین چمتو کولو اعلان یې وکړ، که څه هم د نړیوالو لخوا دغه واکسین خطرناک وبلل شول خو روسیې حکومت یې غبرګونونو ته ځواب ووایه او په وینا یې ډير ژر به ددغو واکسینو ویش پېل کړي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د استرازینیکا شرکت لخوا چمتو کېدونکي دغه واکسین په پراختیا کې خورا پرمختللي دي، ډير ژر به جواز ترلاسه کړي او د ناروغۍ مخنیوي لپاره به رسمي واکسین شي.

روغتیا پوهان وایي ددغه ویروس د له منځه وړلو لپاره پراخه واکسین ته اړتیا ده تر څو یې د خپرېدو مخه ونیول شي، دوی د کرونا دویمې څپې ویرې خبرداری هم ورکړی دی.

په دې لړ کې ځینې هېوادونو یو شمېر ډولونه درمل د ناروغۍ څخه د ښه کېدو لپاره وکارول، خو په پراخه کچه یې مثبت اغیز نه دی کړی، دغه درملونه لا هم د روغتیا نړیوال سازمان د ازمیښت لاندې دي.

بل لور ته راپورونه ورکول کیږي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تمه لري له ټاکنو وړاندې د کرونا ضد واکسین چمتو او وړاندې کړي. امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکې نومبر میاشت کې ټاکل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x