افغانستان

کندهار کې د پولیسو پر پوسته «موټربم» برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي پولیسو پر یوه پوسته باندې موټربم برید مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار امنیتي چارواکي برید تاییدوي. د یاد ولایت امنیه قوماندان «تادین خان» وایي، موټر بم برید د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «ده لاهور» نومي سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوی، چې له امله یې اووه پولیس ټپیان شوي.

د تادین په قول، د ټپیانو له ډلې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

ورته مهال کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» وایي، موټر بم برید په «ده لاهور» سیمه کې د «روزي محمد» په نوم د پولیسو په یوه پوسته شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین، له یوې خوا په قطر کی د غونډی ترتیبات نیسی او له بلی خوا انتحاری حملی کوی، دیته وایی جهاد.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx