شعـــــرونه

له قاتل عشْق نه دې نړۍ نړۍ مننه کوم

جانان خدرخېل

ستا له یادونو لرې تښتم ځان وژنه کوم
له قاتل عشْق نه دې نړۍ نړۍ مننه کوم

اول به ژاړم ځوانیمرګو ارمانونو ته مې
بیابه له یاره د وړو هیلو پوښتنه کوم

ما په شهید زلمیتوب پېغلې اوښکې تویې کړلې
په سختو ټکو دې د دې جبر غندنه کوم

بني آدم یم له جنته اېستل شوی یمه
او د شیطان د لاسه بیا بیا تېروتنه کوم

لکه د دین او عقیدې به دې سپېڅلې ساتم
لکه هېواد درنه په سر او مال ساتنه کوم

د الرّحمن سورة معنا ورنه را وباسمه
زۀ چې هر وختې ستا د سترګو ارزوَنه کوم

ماته د خدای ته رسېدو دا یوه لار پاتې ده
د مینتوب خو به په سرو وینو پالنه کوم

خدا چې د دې به څۀ تعبیر وي “خدرخېله” یاره
هره شپه خوب کې له هغې سره کوژدنه کوم

ـــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۹/۶/۱۹

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx