نړۍ

کوزکرم ایجنسي: دوسلوالو په ډزو کی دري سورلی ووژل شوه

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۸)کوز کرم: نن له غرمی څخه مخکي نامالومو وسلوالو دکوز کرم په حیدرخان سیمه کي دسورلیو یوبس موټر ترډزو لاندي راوستي له سیمي څخه عیني شاهدان وایی چی دډزو له کبله  ددرو کسانو دوژل کیدو خبرورکول شوی دي، ویل کیږي چی دری سره وژل شویو کسانو له پاراچینار څخه دعلیزیو وسیمی ته سفرکاوه چی نامالومو وسلولوترډزو لاندی راوسته.

عینی شاهدان وایی چي وژل شوی کسان ټول په سیمه کی له توري قبیلي سره تړاو لري، له بله لوري بیا نن سهار وختي یوشمیر وسلوالو له افغانستان سره پرپوله باندی دپاکستاني داربکیانو یو امنیتي پوستي تربرید لاندی راوستي چی له کبله یی دپنځو اربکیانو دوژل کیدو خبرورکړل شوی دی،او همدارنګه په سیمه کی داربکیانو دلښکرقومندان له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل چي په جوابی برید کی یی له لسو څخه زیات وسلوال وژلي اوپه یوه اندازه وسلي اومهمات یی هم غنیمت کړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x