egypt fire blood

سي ان ان: پر مسلمانانو فشار به له مصره بل عراق جوړ کړي

امريکايي خبري شبکې سي ان ان پر مسلمانانو باندې د فشار په نتيجه کې وروستيو غبرګونونو او نښتو ته په اشاره ليکلي چې دغه کار به مصر په عراق بدل کړي.

شبکې په يوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ يې خپور کړی، زياته کړې: پر مسلمانانو فشار به دوی مجبور کړي چې د خپلې اجنډا د تنفيذ لپاره له تشدده کار واخلي.

او دې خبرې ته يې دليل په عراق کې وروستی بدلون نيولی، داسې چې د نوري المالکي داستبداد او زورواکۍ په نتيجه کې د عراق سنيان ترې بېل او د داعش راتګ ته يې لاره هواره کړه.

شبکه ليکي: که د عراق په څېر حالت بل ځای کې هم رامنځته شو نو دا به داسې غميزه وي چې وصف به يې ناشونی وي.

شبکه زياتوي: «که موږ په سيمه کې علماني ديکتاتوريو ته سياسي ملاتړ او مالي مرستې همداسې جاري وساتو، دا به په دې معنی وي چې موږ دوی پر هغه زور زياتي زړور کوو د کوم چې موږ مخه نيول غواړو.

سي ان ان دې خبرې ته اشاره کړې چې په واشنګټن کې ډېرو څارونکو هغه وخت د استراحت احساس وکاوه، کله چې پوځ د مصر منتخب ولسمشر له څوکۍ راوغورځاوه، دوی ويل: «اوس به موږ د مصر د پوځي نظام ملاتړ کوو، سره له دې چې ډېر خبريالان يې بنديان او د اخوانيانو پر ډېرو ملاتړو يې د اعدام حکمونه صادر کړل».

شبکه زياتوي: «له انقلاب مخکې په مصر کې د اخوان المسلمين ډله په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د سياسي اسلام د کاميابۍ يوه ښه بېلګه وه، کله چې يو سياسي تنظيم د ټولنيزو خدمتونو ۷۰ کاله سابقه ولري، په لويه پيمانه خلک يې خبرې ته غوږ نيسي، چې دغه رښتونولي بيا په انتقالي دولتونو کې نه تر سترګو کېږي.

د خبرپاڼي څخه په مننه

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د